افغانستان
5 د لوستلو دقیقې
د افغانستان د پلازمینې کابل د اوبو ستونزه د هرې ورځې په تیریدو لا پسې ژوریږي
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه به تر ۲۰۳۰ کال پورې وچې شي
د افغانستان د پلازمینې کابل د اوبو ستونزه د هرې ورځې په تیریدو لا پسې ژوریږي
د افغانستان د پلازمینې کابل د اوبو ستونزه د هرې ورځې په تیریدو لا پسې ژوریږي / AP
29 سپتمبر 2025

د کابل څاګانې وچېږي؛ ماشومان له درسه پاتې او د اوبو په کتارونو کې ولاړ دي

په افغان پلازمېنه کې کورنۍ د اوبو لپاره ساعتونه په کتارونو کې ولاړې وي

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه به تر ۲۰۳۰ کال پورې وچې شي

د ټانکر لګښت د غریبو کورنیو عاید خوري

څاګانې وچېږي، ان هغه چې ۱۲۰ متره ژورې دي

اته کلن نورالله او د هغه غبرګونی ورور، ثناءالله، د دې پر ځای چې ښوونځي ته لاړ شي، خپلې ورځې د کابل په دوړو ډکو کوڅو کې په کراچۍ کې د ژېړو بوشکو په کشولو تېروي - دا د یوې کورنۍ کړاو دی چې د افغانستان د اوبو ژورېدونکی بحران انځوروي.

دا ۱۳ کسیزه کورنۍ، چې پخوا به یې له خپلې څاه اوبه لرلې، له کله راهیسې چې څلور کاله مخکې یې څاه وچه شوه، اړ ده چې په عمومي نلونو کتار جوړ کړي یا د ګرانو ټانکرونو لپاره پیسې سره یوځای کړي.

په داسې حال کې چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې د وچکالیو او بې نظمه اورښتونو تکرار زیاتوي، مرستندویه ادارې وايي کابل په اسیا کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ ښارونو څخه دی، چې دا کمښت د ناروغیو، خوارځواکۍ او له ښوونځي څخه د ماشومانو د پاتې کېدو لامل ګرځي.

د افغانستان د شنونکو شبکې، چې په کابل کې یوه خپلواکه څېړنیزه ډله ده، په دې میاشت کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د ښار د ځمکې لاندې اوبه به تر ۲۰۳۰ کال پورې پای ته ورسېږي، او د افغانستان نور ښارونه هم له وچېدو سره مخ دي. دا بحران نابرابري ژوروي، ځکه غریبې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰ سلنې پورې پر ټانکر اوبو لګوي، په داسې حال کې چې شتمن خلک لا ژورې شخصي څاګانې کني.

دواړه غبرګوني هلکان له لسګونو نورو ماشومانو سره په یوه عمومي نل کتار جوړوي، چېرته چې ټېل ماټېل او چیغې ډېری وخت کله چې ګرمي زیاته شي، په جګړو اوړي.

ساعتونه په کتار کې ودرېدل

نورالله، چې د میرګي ناروغي لري، وویل یو ځل د اوبو راوړلو پر مهال د میرګي حمله پرې راغله او ولوېد. ورور یې زیاته کړه، "ځینې وختونه موږ درې ساعته په کتار کې ولاړ یو. کله چې ګرمي ډېره شي، سر مو ګرځي."

د دوی ۴۲ کلن پلار، اسدالله، چې هټیوال دی، احساسوي چې بله چاره نشته. هغه د خپل کوچني دوکان مخې ته ناست دی او تشې د اوبو بوشکې یې څنګ ته پرتې دي. هغه وویل، "له سهاره تر ماښامه، زما زامن شپږ یا اوه ځله د اوبو لپاره ځي."

"ځینې وختونه دوی ژاړي او وايي چې نورې اوبه نشي راوړلی، خو موږ بله څه چاره لرو؟"

د اوبو کمښت د هغه پر عاید هم اغېز کړی دی. په یوه ښه ورځ کې، هغه له ۲ تر ۳ ډالرو ګټي، خو ډېری وخت خپل دوکان بندوي ترڅو له خپلو زامنو سره د کراچۍ په ټېل وهلو کې مرسته وکړي.

هغه وویل: "پخوا به مو د یو شرکت له لارې اوبه ترلاسه کولې. هغه به درې یا څلور ورځې بس وې. اوس هغه لاره هم نشته."

د کور په انګړ کې، د هغه مېرمن سپېرې په پلاستیکي لگن کې لوښي وینځي او هره چاغله په اندازه کاروي. هغې وویل چې میړه یې د معدې په زخم اخته شوی او دا پخپله په ایچ. پایلوري ناروغۍ اخته شوې، یوه بکتریايي ناروغي چې له ناپاکو اوبو سره تړاو لري.
هغې وویل: "مخکې له دې چې خپلو ماشومانو ته اوبه ورکړم، دوه ځله یې ایشوم، خو بیا هم ستونزه ده."

پخوا به د واورو ویلې کېدو د کابل د اوبو حوضه ډکوله

په دوو لسیزو کې د کابل نفوس له شپږ میلیونو اوښتی دی، خو د اوبو په زیربناوو کې پانګونه کمه پاتې شوې. جګړې د اوبو رسولو شبکه ډېره ویجاړه کړې، چې اوسیدونکي یې پر څاګانو یا ګرانو ټانکرونو تکیه کولو ته اړ کړي، او هغه هم له کاره لوېږي.

له اسدالله څو کوڅې لرې، ۵۲ کلن د سیمې استازی محمد اصف ایوبي وايي چې په دې سیمه کې تر ۳۸۰ ډېرې کورنۍ له ورته کړاو سره مخ دي. هغه وویل: "ان ۱۲۰ متره (نږدې ۴۰۰ فوټه) ژورې څاګانې هم وچې شوې دي،" دا هغه ژوروالی دی چې پخوا به پکې د اوبو رسېدل حتمي ګڼل کېدل.

وچکالیو او بې نظمه اورښتونو د واورو ویلې کېدل کم کړي، کوم چې پخوا به یې د کابل د اوبو حوضه ډکوله، او د سیند بستر یې د کال ډېره برخه وچ پریښی دی. نجیب الله سدید، چې په جرمني کې د اوبو په برخه کې څېړونکی دی، وویل: "کابل د اوبو له سخت کمښت سره مخ سیمو څخه دی."

د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د دې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړ چې وچکالۍ، د اقلیم اغېزې او کډوالي دا خطر رامنځته کوي چې کابل به 'د لسیزو پر ځای په کلونو کې' لومړنۍ عصري پلازمېنه شي چې اوبه به یې خلاصې شي.

د اسدالله هیله ساده ده. هغه وايي: "که موږ کافي اوبه درلودای، زامن به مې اړ نه وای چې ټوله ورځ منډې ترړې ووهي." "دوی به ښوونځي ته تللای شوای. زموږ ټول ژوند به بدل شوی وای."

وپلټۍ
په ټول افغانستان کې د ګرځنډه ټیلیفون او انټرنټ خدمات له سره پيل شول.
افغانستان له لنډ پرېکون وروسته مجازي نړۍ ته راستون شو
د طالبانو ویاند : دا خبره حقیقت نه لري چې ګواکې موږ په هېواد کې انټرنېټ بند کړی دی،زاړه مزي بدلیږي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ بندیز راپورونه رد کړل
څارونکې ادارې وايي، په افغانستان کې د انټرنیټ موبایل انټرنټ خدمتونه پرې شوي دي
طالبانو د قطر په منځګړیتوب یو بل امریکايي وګړی چې په افغانستان کې  بندي وو خوشې کړ.
د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې ولړزو.
کابل له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ ونه کړي
آیا امریکا کولی شي د افغانستان د بګرام هوايي اډه له طالبانو څخه بیرته واخلي؟
په افغانستان کې زنداني بریانیوي ښځه او میړه د څو میاشتو توقیف نه وروسته خوشې شول
امریکايي هیئت د طالب چارواکو سره لیدنه کړې
د افغانستان په وروستیو زلزلو کې په سلګونو ماشومانو خپل ټول والدین د لاسه ورکړي او بې سرپرسته پاتي دي
په تورکیه کې د افغانستان سفیر  د افغانستان د زلزله ځپلو سره د تورکیې له مرستو  مننه وکړه
د افغانستان ګڼشمیر ولایتونه تیره شپه او نن سهار یو ځل بیا زورورو  زلزلو ولړزول.
په کونړ کې د زلزلې د قربانیانو شمیره ۲۲۰۵ تنو ته لوړه شوه
د افغانستان په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۴۵۷ تنو ته لوړه شوه.