نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
دا رایه اچونه وروسته له هغه لغوه شوه چې جمهوري غوښتونکي د خپلو غړو د غیاب له امله د دې اقدام د بایللو له خطر سره مخامخ شول.
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه

د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د ایران سره د جګړې په اړه  د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو په اړه پر یو پریکړه لیک رایه اچونه وروسته له هغه لغوه کړه، چې د خپلو غړو د نشتوالي (غیاب) له امله د دې مسودې د ماتېدو له خطر سره مخ شول.

ډیموکراتانو په وار وار په استازو جرګه او سنا دواړو کې د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره پر رایې اچونې ټینګار کړی دی، او دغه هڅې په وروستیو اونیو کې په تدریجي ډول د لا زیاتو جمهوري غوښتونکو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

دا پریکړه لیک د نیویارک د ډیموکرات استازي ګریګوري میکس (Gregory Meeks) لخوا وړاندې شوی و، چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د ډیموکراتانو مشر دی.

د استازو جرګې ډیموکراتانو پر جمهوري غوښتونکو د رایې اچونې د لغوه کولو له امله کلکې نیوکې وکړې او د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې جرګه یې تورنه کړه چې د ټرمپ د ادارې ننګه کوي او د هغه دوه اړخیزه قانون مخه نیسي چې ټرمپ به یې په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسولو ته اړ کاوه.

په استازو جرګه کې د رایې اچونې دا لغوه کېدل وروسته له هغه مخې ته راغلل چې ټرمپ د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل، هغه باور لري چې د ایران په وړاندې د امریکا نظامي کمپاین پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

 

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".