نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا ته د افغانستان او پاکستان د وګړو په سفر د بندیز خطر
د ټرمپ لخوا امریکا ته په سفر د نوو بندیزونو په چوکاټ کې کیدای شي چې د افغانستان او پاکستان وګړي د راتلونکي اونۍ نه په اعتبار سره امریکا ته د ننوتو څخه منع شي.
امریکا ته د افغانستان او پاکستان د وګړو  په سفر د بندیز خطر
/ AFP

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سفر نوي بندیز کولی شي د افغانستان او پاکستان خلک د راتلونکې اونۍ د پیل نه په اعتبار سره  د هیواد د امنیت او د تفتیش خطرونو د بیاکتنې پراساس امریکا ته د ننوتلو څخه منع شي. د ویلو ده چې درې جلا جلا سرچینو دا خبره تایید کړې ده .

درې سرچینو د نوم د نه ښودو په شرط  وویل چې نور هیوادونه هم د بندیز په لست کې شتون لري خو تر اوسه پورې معلوم ندي چې کوم کوم هیوادونه دي.

دا اقدام د جمهوري غوښتونکي ولسمشر لخوا د اوو اسلامي هیوادونو څخه د مسافرینو په اړه د لومړۍ دورې بندیز ته اشاره کوي، یوه پالیسي چې په ۲۰۱۸ کال کې مخکې ددې چې د سترې محکمې لخوا تایید شي څو ځلې تکرار شوه.

پخواني ډیموکرات ولسمشر جو بایډن، چې د ټرمپ ځای ناستی شو، په ۲۰۲۱ کې بندیز لغوه کړ، او وویل چې دا  "زموږ په ملي وجدان باندې داغ" دی.

ټرمپ د جنوري په ۲۰ یو اجرایوي فرمان  صادر کړ چې له مخې د ملي امنیت ګواښونو د کشف لپاره د هر بهرنی وکړی چې امریکا ته د ننوتلو په لټه کې وي باید د امنیتي پلوه وڅیړل شي.

په دې حکم کې د کابینې څو غړو ته لارښوونه وشوه چې د مارچ تر ۱۲مې پورې د هغو هېوادونو لیست وسپاري چې سفر باید په جزوي یا بشپړ ډول وځنډول شي ځکه چې د دوی "د تفتیش او پلټنې معلومات خورا نیمګړي دي".

درې سرچینو او یوې بلې سرچینې د نوم  د نه ښودلو په شرط  وویل چې افغانستان به د بشپړ سفر بندیز لپاره د هیوادونو په وړاندیز شوي لیست کې شامل شي.

درې سرچینو وویل چې پاکستان به هم پدې لست کې د  شاملولو لپاره وړاندیز شي.

د بهرنیو چارو وزارت، عدلیې او کورني امنیت وزارتونه او د ملي استخباراتو د رئیس دفتر، چې مشران یې د دې نوښت څارنه کوي، پدې اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.

یوې سرچینې په ګوته کړه هغه افغانان چې په امریکا کې د کډوالو په توګه یا په ځانګړو ویزو کې د بیا میشتیدنې لپاره تصویب شوي لومړی د سختې پلټنې څخه تیریږي . دوی به  په نړۍ کې "د هر نفوس په پرتله ډیر جدي پلټنو تابع ونیول شي"

سرچینې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت دفتر چې د دوی د بیا میشتیدنې څارنه کوي د سفر بندیز څخه د ځانګړي مهاجرت ویزې لرونکو لپاره د معافیت غوښتنه کوي مګر دا احتمال نه لیدل کیږي چې معافیت ورکړ شي .

رویټرز تیره میاشت راپور ورکړ دې  دفتر ته  چې د افغانانو د بیا میشتیدنې د هڅو همغږي کوونکی دی، ویل شوي چې د اپریل تر میاشتې پورې د دې دفتر د تړلو لپاره یو پلان جوړ کړي.

طالبان، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د دوو لسیزو جګړو وروسته د وروستي امریکایي سرتیرو د وتلو په وخت کې کابل ونیول، د وسله والو ډلو لخوا د بغاوت سره مخ دي. پاکستان هم د اورپکۍ سره لاس او ګریوان دی.

د ټرمپ لارښوونه د کډوالۍ د مخنیوي یوه برخه ده چې هغه د خپلې دوهمې دورې په پیل کې پیل کړې وه.

هغه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په یوه وینا کې په خپل پلان بیاکتنه وکړه او  ژمنه یې وکړه چې د غزې، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن او "هر هغه بل ځای چې زموږ امنیت ته ګواښ رامنځته کوي په وګړو به محدودیتونه ولګوي.

د AfghanEvac مشر شان وان ډایور، ، د هغو ډلو ایتلاف چې د امریکا حکومت سره د افغانانو د ایستلو او بیا میشتیدنې همغږي کوي، له هغو کسانو څخه چې د امریکا د اعتبار وړ ویزې لري غوښتنه وکړه چې که امکان ولري ژر تر ژره سفر وکړي.

هغه په ​​یوه بیان کې وویل: "که څه هم هیڅ رسمي اعلان نه دی شوی، د امریکا په حکومت کې ډیری سرچینې ددې پخلی  کوي چې کیدای شي  د راتلونکې اونۍ د پیل راهیسې د سفر نوی محدودیت نافذ شي."

هغه وویل، دا "ممکن د هغو افغانانو ویزې لرونکو باندې د پام وړ اغیزه وکړي چې امریکا ته د کډه کیدو په تمه دي".

شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ افغانان شتون لري چې د امریکا د بیا میشتیدنې لپاره منظور شوي یا د امریکا د کډوالو او ځانګړي مهاجرت ویزې غوښتنلیکونو په تمه دي.

دوی د جنوري له ۲۰ راهیسې په افغانستان او نږدې ۹۰ نورو هیوادونو کې بند پاتې دي - په شمول د شاوخوا ۲۰،۰۰۰ په پاکستان کې - کله چې ټرمپ د کډوالو د ننوتلو او د دوی د الوتنو تمویل لپاره د بهرنیو مرستو د ۹۰ ورځو لپاره د بندولو امر وکړ.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.