منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا لخوا د ایران پر ټانکر کښتۍ د برید نه وروسته ایراني ځواکونو پر امریکايي ځواکونو برید وکړ
ایران وايي د امریکايي ځواکونو لخوا ددوې پر ټانکر کښتۍ  له برید وروسته یې پر امریکايي سمندري ځواکونو توغندیو برید کړی دی.همداشان د هرمز تنګي په ټاپوګانو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي
د امریکا لخوا د ایران پر ټانکر کښتۍ د برید نه وروسته ایراني ځواکونو پر امریکايي ځواکونو برید وکړ
د امریکا لخوا د ایران پر ټانکر کښتۍ د برید نه وروسته ایراني ځواکونو پر امریکايي ځواکونو برید وکړ / Reuters

ایراني رسنۍ وايي تهران پر امریکايي ځواکونو وروسته له هغه برید وکړ چې هغوی یو ایرانی ټانکر کښتۍ په نښه کړه. په ورته وخت کې، فوکس نیوز ادعا کوي چې امریکايي پوځ د ایران د قشم پر بندر او بندر عباس بریدونه کړي دي.

د ایران دولتي رسنیو د یوه نامعلوم پوځي چارواکي له قوله ویلي، چې په هرمز تنګي کې د امریکا پر سمندري واحدونو وروسته له هغه توغندي ویشتي دي چې امریکايي پوځ پر یوه ایراني تېل وړونکي ټانکر برید وکړ. راپور زیاتوي چې ایراني بېړۍ د امریکا توغندیو له امله د زیانمن کېدو وروسته شاتګ ته اړ شوې ده. لا تر اوسه په دقیق ډول معلومه نه ده چې دا پېښه کله شوې ده.

بلخوا، د فوکس نیوز یوه خبریال د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله پر 'ایکس' (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې امریکايي پوځ د قشم پر بندر او بندر عباس بریدونه کړي دي. پنټاګون تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د چهارشنبې په ورځ امریکايي پوځ ویلي وو چې یو ایرانی تېل وړونکی ټانکر یې له کاره غورځولی دی. د امریکا په وینا، یوې F-18 جنګي الوتکې د دغه ټانکر د لوري کنټرولولو آله (rudder) ویشتلې وه.

په بندر عباس او قشم ټاپو کې چاودنې

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د بندر عباس او قشم ټاپو ته نږدې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. فارس خبري اژانس د سیمې د اوسېدونکو له قوله ویلي چې د 'بهمن' په نوم یوه اسکله  ښايي د ایراني او "دښمنو ځواکونو" ترمنځ د نښتې پر مهال په نښه شوې وي.

تسنیم خبري اژانس دا چاودنې تایید کړې او ویلي یې دي چې دا ښايي د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له لوري د خبرداري ډزې وي. د ایران دولتي ټلوېزیون  هم په قشم ټاپو کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې موضوع تر څېړنې لاندې ده.

میزان خبري اژانس بیا ویلي چې په قشم کې د چاودنو غږونه د هوايي مدافع ځواکونو له لوري د څو کوچنیو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د ویشتلو له امله وو. تسنیم هم راپور ورکړی چې په بندر عباس کې دوه ډرون الوتکې د هوايي دفاع له لوري راغورځول شوې دي. اسراییلي پوځ بیا 'ای ایف پي' خبري اژانس ته ویلي چې دوی له داسې کوم برید څخه خبر نه دي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي