افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
په ټول افغانستان کې د ګرځنډه ټیلیفون او انټرنټ خدمات له سره پيل شول.
د چهارشنبې په ورځ  ۴۸ ساعته وروسته له هغې چې طالب چارواکو مخابراتي خدمتونه بند کړي وو د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د موبایل شبکې بېرته فعالې شوې.
په ټول افغانستان کې د ګرځنډه ټیلیفون او انټرنټ خدمات له سره پيل شول.
په ټول افغانستان کې د ګرځنډه ټیلیفون او انټرنټ خدمات له سره پيل شول. / Reuters

په ټول افغانستان کې د ګرځنډه ټیلیفون او انټرنټ خدمات له سره پيل شول.

د چهارشنبې په ورځ  ۴۸ ساعته وروسته له هغې چې طالب چارواکو مخابراتي خدمتونه بند کړي وو د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د موبایل شبکې بېرته فعالې شوې.

د دوشنبې په شپه کله چې په افغانستان کې  د مخابراتي شبکو فعالیت  او انټرنېټ پرې شو، په دغه هېواد کې ډیری چارې په ټپه ودریدې.

دغه پراخ پرېکون څو اوونۍ وروسته له هغې رامنځته شو چې حکومت د خپل مشر هبت الله اخندزاده په امر، په ځینو ولایتونو کې د "بداخلاقۍ" د مخنیوي لپاره د نوري فایبر انټرنېټ پرې کول پیل کړل.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریالانو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې، د سویل کندهار، ختیځ خوست، مرکزي غزني، او لوېدیځ هرات په ګډون، د موبایل سېګنالونه او وای فای بېرته فعال شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د مخابراتي خدمتونو د بندښت په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د حکومت له بریا او د اسلامي شریعت د سختې نسخې له پلي کولو وروسته په هېواد کې مخابراتي خدمتونه پرې کېږي.

نېټ بلاکس (Netblocks)، چې د سایبري امنیت او انټرنېټ حکومتولۍ د څارنې یوه اداره ده، وویل چې دغه پرېکون "داسې ښکاري چې په قصدي توګه د خدمتونو د پرې کولو له کړنې سره سمون لري."

یادې ادارې ویلي چې د وصلوالي کچه د عادي کچې یوې سلنې ته راټیټه شوې وه.

یوه حکومتي چارواکي د دوشنبې په ماښام له پرېکون څو دقیقې مخکې د فرانسې خبري اژنس  ته خبرداری ورکړی و که  چېرې د نوري فایبر شبکه پرې شي، دا به د ګرځنده ټیلیفون پر خدماتو هم اغیزه وکړي.  هغه ویلي وو چې دا به  "تر بلې خبرتیا پورې" دوام ولري.

د ویلو ده چې د تیرو دوو ورځو په دوران کې په افغانستان کې په پراخه کچه کاروبارونه، هوايي ډګرونه او مارکېټونه وتړل شول، په داسې حال کې چې بانکونو او پوست خونو هم نشو کولی فعالیت وکړي.

افغانانو نشو کولی چې د هېواد دننه یا بهر له یو بل سره اړیکه ونیسي، او ډېرو کورنیو د دې ناڅرګند حالت پرمهال خپل ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړل.

هغه کسان چې په هرات او کندهار کې اوسېږي، سرحدي ښارګوټو ته یې سفرونه وکړل ترڅو د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان سېګنالونه ترلاسه کړي.

ملګرو ملتونو د سه‌شنبې په ورځ وویل چې دغه پرېکون "افغانستان تقریباً په بشپړ ډول له بهرنۍ نړۍ څخه پرې کړی دی،" او له چارواکو یې وغوښتل چې دغه خدمتونه بېرته فعال کړي.

په تېرو څو اوونیو کې د انټرنېټ اتصال خورا سوکه یا پرې پرې و.

د سپټمبر په ۱۶مه، کله چې په شمالي ولایتونو کې د لومړي ځل لپاره انټرنېټي خدمتونه پرې شول، د بلخ ولایت ویاند عطاء الله زید ویلي وو چې دا بندیز د طالبانو د مشر له خوا امر شوی و.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو: «دا اقدام د فسق او فجور د مخنیوي لپاره شوی، او په ټول هېواد کې به د اتصال د اړتیاوو پوره کولو لپاره بدیلې لارې چارې رامنځته شي.»

هغه ویلي وو: «په افغانستان کې وروستیو څېړنو ښودلې چې انټرنېټي اپلیکېشنونو د ټولنې پر روانو اقتصادي، کلتوري او دیني بنسټونو ناوړه اغېز کړی دی.»

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"