د ایران ولسمشر: جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده؛ د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د پزشکیان له قوله لیکلي: "د ګواښونو پر وړاندې د درېدو ترڅنګ، باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره له هرې منطقي او ډیپلوماتیکې لارې کار واخیستل شي."
پزشکیان د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د «هرې منطقي او ډیپلوماتیکې لارې» د کارولو غوښتنه وکړه.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د "هرې منطقي او ډیپلوماتیکې لارې" د کارولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د پزشکیان له قوله لیکلي: "د ګواښونو پر وړاندې د درېدو ترڅنګ، باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره له هرې منطقي او ډیپلوماتیکې لارې کار واخیستل شي." هغه زیاته کړه: "په ورته وخت کې، پر دښمن بې باوري او په تعاملاتو کې هوښیارتیا یو نه منل کېدونکی ضرورت دی."
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې ایران له امریکا سره د خبرو اترو د بل پړاو لپاره هیڅ پلان نه لري. بقايي په یوې اعلامیه کې، چې تسنیم خبري اژانس خپره کړې، ویلي: "ایران د خپلو ملي ګټو په تعقیب کې هیڅ ډول مهلت یا وروستی خبرداری نه مني."
هغه زیاته کړه: "د ملي ګټو ساتنه به تر هغه وخته دوام ومومي چې اړتیا وي، او که چېرې امریکا یا اسرایلي رژیم کومه نوې ماجرا جویي وکړي، زموږ وسله وال ځواکونه به یې په بشپړ قوت او پرېکنده ځواک سره ځواب ورکړي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د منځګړیتوب له پروسې څخه خبر دوو پاکستاني سرچینو "انادولو" خبري اژانس ته ویلي چې یو ایراني پلاوی به له امریکا سره د خبرو اترو په دویم پړاو کې ګډون وکړي.
تهران او واشنګټن د مذاکراتو لومړی پړاو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره کړ، چې د اپریل پر ۱۲مه پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېد. دوی د اپریل پر ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب د دوو اونیو اوربند اعلان کړی و. دا اوربند له اونیو نښتو وروسته رامنځته شو چې د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرایلو له بریدونو پیل شوې وې. ایران په ځواب کې پر اسرایلو او په سیمه کې پر هغو هېوادونو بریدونه وکړل چې امریکايي سرتیري پکې میشت دي.