نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
پوتین : د اسرائیلو د بریدونو سره سره د ایران د مځکې لاندې د یورانیمو غني کولو تاسیسات خوندي دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د ایران ټولنه د هېواد د مشرتابه شاوخوا یو موټی کېږي، او زیاته یې کړه چې د ایران د یورانیمو د غني کولو ځمکې لاندې تاسیسات د اسرائیلو د بې ساري بریدونو سره سره لا هم خوندي دي.
پوتین : د اسرائیلو د بریدونو سره سره د ایران د مځکې لاندې د یورانیمو غني کولو تاسیسات خوندي دي
/ AP

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د اسرائیلو د بې سارو بریدونو سره سره د ایران د یورانیمو د غني کولو د مځکې لاندې تاسیسات اوس هم خوندي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د ایران ټولنه د هېواد د مشرتابه شاوخوا یو موټی کېږي، او زیاته یې کړه چې د ایران د یورانیمو د غني کولو ځمکې لاندې تاسیسات د اسرائیلو د بې ساري بریدونو سره سره لا هم خوندي دي.

پوتین د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې دا خبرې وکړې،  چې ډونالډ ټرمپ نړۍ ته په دې اړه وضاحت نه ورکوي چې ایا امریکا به د ایران د "اتومي او توغندیزو ځایونو" د بمبارۍ لپاره د اسرائیلو ملاتړ وکړي که نه. په همدې وخت کې د ایران د پلازمېنې اوسېدونکي د هوايي بریدونو په شپږمه ورځ له ښار څخه وتلو ته اړ شوي وو.

پوتین وویل چې ټولې خواوې باید داسې لارې ولټوي چې جګړه پای ته ورسوي او د ایران د سوله ییزې اتومي انرژۍ حق او د اسرائیلو د بې قید او شرط امنیت دواړه تضمین کړي.

کله چې له پوتین څخه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څرګندونو په اړه پوښتنه وشوه، چې د ایران د حکومت نسکورېدل د اسرائیلو د پوځي بریدونو پایله کېدای شي، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د "بې قید او شرط تسلیمۍ" غوښتنه کړې، نو پوتین وویل مخکې له دې چې کوم اقدام وشي باید تل دا وکتل شي چې ایا اصلي هدف ترلاسه کېږي که نه.

پوتین وویل: "موږ ګورو چې نن په ایران کې، د داخلي سیاسي بهیرونو د ټولو پیچلتیاوو سره سره، د هېواد د سیاسي مشرتابه شاوخوا د ټولنې یووالی رامنځته شوی دی." هغه دا خبرې د روسیې په شمالي ښار سنټ پیټرزبورګ کې د خبري اژانسونو له مشرانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

پوتین وویل چې هغه په شخصي توګه له ټرمپ او نتنیاهو سره په تماس کې دی او د شخړې د حل لپاره یې د مسکو وړاندیزونه ورسره شریک کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د ایران د یورانیمو د غني کولو ځمکې لاندې تاسیسات لا هم خوندي دي.

پوتین وویل: "دا ځمکې لاندې تاسیسات شته، او هغوی ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی." هغه زیاته کړه چې ټولې خواوې باید داسې حل لارې ولټوي چې د ایران او اسرائیلو دواړو ګټې خوندي کړي.

پوتین وویل: "زما په نظر، دا به د ټولو لپاره مناسب وي چې د جګړې د پای ته رسولو لارې ولټوي او داسې لارې ومومي چې د دې شخړې ټولې خواوې یوې موافقې ته ورسېږي. زما په اند، په عمومي توګه، داسې حل موندل کېدای شي."

پوتین همدارنګه وویل چې ایران له مسکو څخه د پوځي ملاتړ غوښتنه نده کړې.

پوتین وویل: "ایران له موږ څخه د هېڅ ډول پوځي مرستې غوښتنه نه کوي." هغه زیاته کړه: "حتی کله چې موږ په تېرو وختونو کې د هوايي دفاعي سیستمونو د ګډې پراختیا وړاندیز وکړ، د ایران له خوا ډېره علاقه نه وه."

پوتین وویل چې د ایران د ګټو د خوندي کولو او د اسرائیلو د اندېښنو د کمولو لپاره لارې شته، او دا وړاندیزونه یې خپلو شریکانو ته وړاندې کړي دي.

هغه همدارنګه وویل چې روسیې او ایران د بوشهر د اتومي بټۍ لپاره د دوو نورو نویو واحدونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.

پوتین وویل: "کار روان دی، زموږ متخصصین په ساحه کې دي — له ۲۰۰ څخه زیات کسان. موږ له اسرائیلي مشرتابه سره موافقه کړې چې د هغوی امنیت به خوندي کېږي."

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې مسکو امریکا ته ویلي چې پر ایران برید ونه کړي، ځکه چې دا به منځنی ختیځ په بشپړ ډول بې ثباته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې هم خبرداری ورکړ چې د ایران د اتومي تاسیساتو پر اسرائیلي بریدونو د اتومي ناورین د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.

وپلټۍ
پوتین وايي فکر کوي چې په اوکراین کې جګړه 'پای ته رسېږي'
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ
په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید کې په نتیجه کې لږ تر لږه  ۱۵ کسان وژل شوي
ولسمشر اردوغان: له تورکیې پرته اروپا 'نیمګړې او د بحرانونو په مدیریت کې کمزورې ده'
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د امریکا د ترهګرۍ ضد پخواني چارواکي ویلي،ایران د امریکا او اسرائیل له جګړې مخکې اټومي وسلې نه جوړولې
د امریکا کانګرس ۳۰ غړو له روبیو څخه د اسرائیل د اټومي وړتیا په اړه پوښتنې کړې دي
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل
حماس: د اسرائیلي سرغړونو سره سره د غزې د اوربند د دویم پړاو خبرې روانې دي
د ډرون بریدونو د روسیې په جنوب کې د ۱۳ هوايي ډګرونو فعالیتونه ګډوډ کړي دي
عراق د امریکا لخوا ددې هیواد د تیلو وزارت پر مرستیال لګول شوي ټول تورنه رد کړل
روسیې او اوکراین د مسکو د "بریا ورځې" له مراسمو وړاندې پر یو بل درانه بریدونه کړي دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: د اسرائیلو پراختیا غوښتونکي اجنډا سیمه ییزه سوله ګواښي
چين د دفاع دوو پخوانيو وزيرانو ته د فساد په تور د "تعليقي اعدام" سزا واوروله
د روسیې یو اړخیز اوربند پیل شو؛ اوکراین پر هېوادونو غږ وکړ چې د مسکو د"بریا ورځې" رسم ګذشت تحریم کړي