نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ له نتنیاهو څخه په اشغال کړې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د تګلارې د بدلولو غوښتنه وکړه
د اکسیوس خبري وېب سایټ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه لوړپوړو سلاکارانو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وغوښتل چې په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلو تګلارې بدلې کړي.
ټرمپ له نتنیاهو څخه په اشغال کړې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د تګلارې د بدلولو غوښتنه وکړه
ټرمپ له نتنیاهو څخه په اشغال کړې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د تګلارې د بدلولو غوښتنه وکړه / AP

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د هغه لوړپوړو سلاکارانو له نتنیاهو وغوښتل چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلو تګلارې بدلې کړي

د اکسیوس په وینا، د امریکا ولسمشر او د هغه ټیم د لویدیځې غاړې د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د اسرائيلو له لومړي وزیر څخه یې وغوښتل چې د پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي.

د اکسیوس خبري وېب سایټ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه لوړپوړو سلاکارانو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وغوښتل چې په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلو تګلارې بدلې کړي.

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي او بلې سرچینې په حواله وویل چې دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ په غونډه کې وشوه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ټرمپ زوم جارډ کوشنر هم پکې حاضر وو. دغه غونډه د امریکا د فلوریډا په ایالت کې ترسره شوه.

د راپور له مخې، امریکايي چارواکي وویل چې سپینه ماڼۍ باور لري چې په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د غزې د سولې د هوکړې د پلي کېدو هڅې زیانمنې کړي او د ټرمپ د دورې تر پای مخکې به د ابراهیم تړونونو د پراختیا مخه ونیسي.

د اکسیوس د سرچینو په وینا، ټرمپ او د هغه ټیم د لوېدیځې غاړې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له نتنیاهو یې وغوښتل چې له پاروونکو ګامونو ډډه وکړي او «وضعیت ارام کړي».

سرچینو وویل چې دوی د فلسطیني ملکي وګړو په وړاندې د میشت ځایونو د تاوتریخوالي، د فلسطیني ادارې د مالي بې ثباتۍ او د اسرائيلو د میشت ځایونو د پراختیا مسلې هم راپورته کړې. 

د اکسیوس په وینا، یوه سرچینه چې له موضوع خبره وه وویل: «نتنیاهو د میشته شویو کسانو د تاوتریخوالي پر ضد ډېر په ټینګه خبرې وکړې او ویې ویل چې دی به نور اقدامات هم وکړي.»

د لویدیځې غاړې په اړه 'لوی بحث'

له نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته، ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا او اسرائيل د لوېدیځې غاړې په اړه «سل په سلو کې» موافق نه دي، خو بالاخره به یوې پایلې ته ورسېږي.

هغه وویل: «موږ د لوېدیځې غاړې په اړه اوږد او لوی بحث درلود، او زه به ونه وایم چې موږ په دې موضوع سل په سلو کې موافق یو، خو موږ به یوې پایلې ته ورسېږو.» دا څرګندونې یې هغه مهال وکړې چې ترې وپوښتل شول ایا دی په لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلي مېشتو د تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دی او ایا د نیول شوې سیمې په اړه نتنیاهو ته پیغام رسولی دی که نه.

هغه نتنیاهو ته په اشارې سره وویل: "دا به په مناسب وخت کې اعلان شي، مګر هغه به سم کار وکړي."

د فلسطیني شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په لوېدیځه غاړه کې، چې ختیځ بیت‌ المقدس هم پکې شامل دی، د اسرائيلي ځواکونو او ناقانونه مېشتو له خوا لږ تر لږه ۱۱۰۳ فلسطینیان وژل شوي، نږدې ۱۱ زره ټپیان شوي او شاوخوا ۲۱ زره کسان نیول شوي دي.

تېر کال د جولای په میاشت کې، د عدالت نړیوالې محکمې په یوه تاریخي نظر کې د فلسطیني خاورې د اسرائيلو اشغال ناقانونه وباله او په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌ المقدس کې یې د ټولو مېشت ‌ځایونو د تخلیې غوښتنه وکړه.

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي