ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول

ټرمپ "زه په خوښۍ سره خبر درکوم چې د امریکا متحده ایالاتو او ایران هېواد په تېرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې زموږ د دښمنیو د بشپړ او هراړخیز حل په اړه خورا ښې او ګټورې خبرې اترې کړي دي."

By
ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول / AA

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ده پر ایراني برېښناکوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د ټولو بریدونو د ۵ ورځو لپاره د ځنډولو امر کړی دی. نوموړي په تېرو دوو ورځو کې له تهران سره "خورا ښې او ګټورې" خبرې اترې د دې ځنډ لامل بللي دي.

ټرمپ وویل: "زه په خوښۍ سره خبر درکوم چې د امریکا متحده ایالاتو او ایران هېواد په تېرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې زموږ د دښمنیو د بشپړ او هراړخیز حل په اړه خورا ښې او ګټورې خبرې اترې کړي دي."

هغه زیاته کړه، د دغو "ژورو، مفصلو او رغنده خبرو اترو د فضا او څرنګوالي پر بنسټ، چې په ټوله اونۍ کې به دوام ولري،" ما د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د پنځو ورځو لپاره پر ایراني برېښناکوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو ټول پوځي بریدونه وځنډوي.

هغه دا هم زیاته کړه چې دا وقفه د روانو ناستو او بحثونو په بریالیتوب پورې اړه لري.