په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په تېرو اتو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سختو بارانونو او پراخو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دویاند محمد یوسف حمد ویلي دي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل، کندهار او هرات په ګډون په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
چارواکو د پراخو ویجاړیو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په وروستیو سېلابونو کې سلګونه کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي او نږدې ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې ده.
یوازې په تېره یوه ورځ کې له ۸۰۰ څخه زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
د مارچ له ۲۶مې راهیسې چې بارانونه پیل شوي، لږ تر لږه ۶۷۶ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي، سلګونه کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي او نږدې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه زیانمنه شوې ده. په ټولیز ډول، په ټول هېواد کې له ۸۶۰۰ څخه زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
افغانستان د پسرلي په موسم کې د موسمي سېلابونو پر وړاندې ځانګړی زیانمنونکی دی، ځکه چې په دې وخت کې سخت بارانونه او د واورو ویلې کېدل پر کمزورو زیربناوو فشار راوړي.
چارواکي خبرداری ورکوي چې وروستي سېلابونه کلیوالو ټولنو ته جدي ګواښونه پېښوي، ځکه چې د هغوی ډېری یې د خپل ژوند او معیشت لپاره پر کرنې تکیه کوي.