نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: حماس به د اکتوبر په ۱۳مه نېټه ټول اسرائيلي بنديان وسپاري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د فلسطین د مقاومت ډله حماس به د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په غزه کې ټول اسرائيلي بنديان خوشې کړي.
ټرمپ: حماس به د اکتوبر په ۱۳مه نېټه ټول اسرائيلي بنديان وسپاري
ټرمپ / Reuters

ټرمپ: حماس به د اکتوبر په ۱۳مه نېټه ټول اسرائيلي بنديان وسپاري

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د اسرائيل او حماس ترمنځ د غزې د اوربند د تړون له اعلان وروسته د بنديانو له کورنیو سره د ټیلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د فلسطین د مقاومت ډله حماس به د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په غزه کې ټول اسرائيلي بنديان خوشې کړي.

له هغې وروسته چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د غزې د اوربند تړون اعلان شو ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اسرائيلي بنديانو له کورنیو سره د ټيليفوني خبرو پر مهال دا څرګندونې وکړې.

د بنديانو خپلوانو د تړون د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ د هڅو مننه وکړه.

اړوندTRT پښتو - ټرمپ: حماس او اسرائیل د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې

ټرمپ د ټيلیفوني خبرو پر مهال وویل چې ټول اسرائيلي بنديان به د دوشنبې په ورځ خوشې شي.

د امریکا ولسمشر په ایکس (پخوانی ټويټر) کې په یوه پوسټ کې ټینګار وکړ چې "ټول" اسرائيلي بنديان به خوشې شي.

خو ټرمپ دا روښانه نه کړه چې ایا د خوشې کېدو په لړ کې به د مړو بنديانو جسدونه هم شامل وي که نه.

ټرمپ له دې مخکې اعلان کړی و چې اسرائيلو او حماس د امریکا له لوري وړاندیز شوي د غزې د تړون لومړۍ پړاو لاسلیک کړی دی.

دغه ۲۰ ماده ييز پلان چې د سپتمبر په ۲۹مه نېټه لومړی ځل اعلان شو، د فلسطیني بندیانو په بدل کې د ټولو ا اسرائيلي بندیانو خوشې کول ، اوربند، د حماس وسلو پر ځمکه کېښودل او د غزې بیا رغونه شامل دي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې د اسرائيلو بریدونو په دغه محاصره سیمه کې نږدې ۶۷،۲۰۰ فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

بې رحمه بمبارۍ غزه تر ډېره د نه اوسيدو وړ ګرځولي، د لوږې او ناروغۍ پراخې څپې یې رامنځته کړې دي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.