په اوکراین کې د کارګرانو په حملې پر بس موټر د برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا، اوکراین او اروپایي هېوادونو استازي د چهارشنبې په ورځ په بریتانیا کې د خبرو اترو نوې دوره پیلوي، چې موخه یې د درې کلنې جګړې پای ته رسول دي.

/ Reuters

په اوکراین کې د کارګرانو په حملې پر بس موټر د برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

روسیې د اوکراین په ډنیپروپیټروفسک سیمه کې د کارګرانو د حملې یو بس موټر د بې پیلوټه الوتکې سره برید وکړ چې  له امله يي لږ تر لږه نهه کسانو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.  

د سیمې والي د چارشنبې په ورځ وویل چې دښمن یو ځل بیا پر ملکي وګړو برید وکړ چې له امله يي ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.  

هغه زیاته کړه: «د ټپیانو شمېر په دوامداره توګه زیاتېږي»، او ویې ویل چې اوس مهال دغه شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.

د اوکراین چارواکو راپور ورکړ چې د روسیې د بریدونو وروسته په څو سیمو کې اورونه بل شوي دي.

بریدونه د کیف، خارکیف، پولتاوا او اوډیسا په سیمو کې هم راپور شوي دي.

په روسیه کې، د بیلګورود په سیمه کې یو کس د توپ مرمۍ  په برید کې ټپي شوی دی.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا، اوکراین او اروپایي هېوادونو استازي د چهارشنبې په ورځ په بریتانیا کې د خبرو اترو نوې دوره پیلوي، چې موخه یې د درې کلنې جګړې پای ته رسول دي.