تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي، او په غزه کې یې د اسرائیلو د چاپېریال وژنې (ایکو سایډ) یادونه وکړه.
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي، او په غزه کې یې د اسرائیلو د چاپېریال وژنې (ایکو سایډ) یادونه وکړه. / Anadolu Agency (Wire)

د تورکیې ولسمشر اردوغان  د لږ پرمختللو هېوادونو او د کوچنیو ټاپوګانو پرمختلونکو دولتونو لپاره  د تمویل، ټیکنالوژۍ او د ظرفیت لوړونې فرصتونو ته د ښه لاسرسي غوښتنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې د ګازاتو د اخراج د کمولو او د اقلیمي تمویل د چمتو کولو په برخه کې ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي، او ټینګار یې وکړ چې مالي سرچینې باید لا ډېرې د لاسرسي وړ، د وړاندوینې وړ او د هېوادونو اړتیاوو ته ځواب ویونکې شي.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ د تورکیې په سویلي ولایت انتالیا کې د کاپ-۳۱ (COP31) د مشرانو سرمشریزې د پرانیستې پر مهال وویل: "هغه پرمختللي هېوادونه چې په تاریخي لحاظ یې د کاربن نړیواله بودیجه مصرف کړې، باید د ګازاتو د اخراج په کمولو او تمویل کې ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي."

هغه خبرداری ورکړ چې نړۍ له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ ده، چې په هغو کې د نړۍ تودوخه، د ژویو د تنوع له منځه تلل، د طبیعي زیرمو بې حده مصرف، د خوړو خوندیتوب ته ګواښونه او له اقلیم سره تړلي مخ پر زیاتېدونکي ویجاړونکي ناورینونه شامل دي.

اردوغان تمویل، ټیکنالوژۍ او د ظرفیت لوړونې فرصتونو ته د ښه لاسرسي غوښتنه وکړه، په ځانګړې توګه د لږ پرمختللو هېوادونو او د کوچنیو ټاپوګانو پرمختلونکو دولتونو لپاره.

هغه وویل: "موږ د ارام سمندر د هېوادونو اړتیاوو ته ډېر پام اړول او د هغوی مخکښ کول د یوه لومړني مسوولیت په توګه پېژندلي دي."

د تورکیې د اقلیمي ژمنو د بیانولو پر مهال، اردوغان وویل چې هېواد یې له انرژۍ او صنعت څخه نیولې تر ترانسپورت او کرنې پورې په بېلابېلو سکتورونو کې د کاربن د کمولو هڅه کوي، او شین لیږد یې په خپل ټول اقتصاد کې یو لومړیتوب ګرځولی دی.

هغه زیاته کړه: "زموږ تمدن طبیعت ته د درناوي پر بنسټ ولاړ دی، او ځمکه یو سپېڅلی امانت دی چې باید وساتل او خوندي شي."

د ګازاتو صفر(اخراج) کچه

هغه تر ۲۰۵۳م کال پورې د ګازاتو د خالص-صفر اخراج د ترلاسه کولو په برخه کې د تورکیې پر ژمنې بیا ټینګار وکړ، او ویې ویل چې د چاپېریال ساتنې مسایل د پراختیا په پلانونو او د انرژۍ د امنیت په پالیسیو کې شاملول کېږي.

د صفر ضایعاتو کثافاتو نوښت ته په اشارې سره چې په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوی، اردوغان وویل چې د تورکیې د ریسایکلینګ (بیا کارونې) کچه د ۲۰۲۵ کال تر پایه له شاوخوا ۱۳ سلنې څخه نږدې ۴۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې هېواد یې په ۱۰ لومړیتوب لرونکو برخو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه کولو ته ژمن دی، چې پکې د پاکې انرژۍ لېږد، صفر کثافات، د خوړو خوندیتوب، صنعتي کول، د اقلیم پر وړاندې مقاومت لرونکي ښارونه او د سمندرونو ساتنه شامل دي.

هغه زیاته کړه، په راتلونکې لسیزه کې، تورکیه دا هدف هم لري چې د بریښنا د مصرف کچه ۵۰ سلنه لوړه کړي، د ضایعاتو کچه يي راکمه کړي او په صنعت کې د دوراني موادو (circular materials) کارول پراخ کړي.

د غزې چاپېریال وژنه (ایکو سایډ)

ولسمشر اردوغان غزې ته  په اشارې سره د اسرائیلو بریدونه وغندل او ویې ویل چې دې بریدونو د ځاني زیانونو ترڅنګ د چاپېریال پراخه ویجاړتیا هم رامنځته کړې ده.

هغه وویل: "لکه څنګه چې ما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ، هغه څه چې په غزه کې شوي، نه یوازې نسل وژنه ده بلکې د چاپېریال وژنه (ایکو سایډ) هم ده."

هغه د پېړیو پخوانیو زیتون ونو ویجاړولو، د خاورې او اوبو ککړتیا، او د بشپړو ښارونو خاورو سره خاورې کولو ته اشاره وکړه.

اردوغان همداراز په دغه سیمه کې له سختو بارانونو او سېلابونو وروسته مخ پر خرابېدونکي بشري بحران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د زیربناوو د پراخې ویجاړۍ په ترڅ کې لسګونه زره خیمې او سرپناوې تر اوبو لاندې شوې دي.

هغه وویل: "په غزه کې زموږ سلګونه زره وروڼه او خویندې، چې پر سر سیوری نه لري، په ځانګړې توګه هغه بې ګناه ماشومان چې په سړه هوا کې لړزیږي، د ژمي په شرایطو کې په اوبو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي، او ډیری یې بې له خپلو والدینو دي."

اردوغان ټینګار وکړ چې هېڅوک چې د دې وضعیت شاهدان دي یا پرې پوهېږي، نه شي کولی له مسوولیت څخه وتښتي.

هغه غزې ته د بشري مرستو د سمدستي رسولو، د هغې د انزوا د پای ته رسولو او پر فلسطینیانو د تپل شویو کړاوونو د ختمولو غوښتنه وکړه.

اردوغان وویل: "د غزې د ماشومانو د کړاو له لارې د ځواک ښودنه، په ډاګه ووایم، د کمزورۍ، بې وسۍ او تر هر څه پورته د وجدان د نشتوالي نښه ده."

هغه په پای کې ټینګار وکړ چې راتلونکو نسلونو ته د یوې پاکې، زرغونې او لا عادلانه نړۍ پرېښودل اړین دي مخکې له دې چې دا سیاره د اوسېدو وړ نه وي.

 

وپلټۍ
اردوغان ژمنه کوي چې د نویو نوښتونو له لارې به د تورکیې ملي یووالی پیاوړی کړي
تورکیه د خپل جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې ۸۸م تلین لمانځنه کوي.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.
د تورکیې پارلمان د مکې ګډ دفاعي تړون، چې سعودي عربستان او پاکستان پکې شامل دي، تصویب کړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
تورکیې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ته کاندید کړ
تورکیه د تورکي یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د تورکي هېوادونو سازمان د ۱۳مې سرمشریزې کوربه ده
د تورکیې جمهوریت ۱۰۳ کلن شو