تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
نن د اپریل ۲۳ مه په تورکیه کې د ملي حاکمیت او د ماشومانو د جشن یا ملي اختر په توګه لمانځل کیږي.
د اپریل ۲۳مه  د تورکیې د ملي شورا له پرانیستلو یو کال وروسته د ملي اختر په توګه اعلان شوه.
نن د اپریل ۲۳ مه په تورکیه کې د ملي حاکمیت او د ماشومانو د جشن یا ملي اختر په توګه لمانځل کیږي.
نن د اپریل ۲۳ مه په تورکیه کې د ملي حاکمیت او د ماشومانو د جشن یا ملي اختر په توګه لمانځل کیږي. / AA

مصطفی کمال اتاترک دا ځانګړې ورځ ماشومانو ته په ډالۍ کولو سره په نړۍ کې یو نوی ګام پورته کړ. د ۱۹۷۹ کال راهیسې، د اپریل ۲۳مې لمانځنې نړیوال اړخ غوره کړ. د تورکیې د ملي شورا په آرشیفونو کې شته اسناد نن هم د هغو تاریخي ورځو جوش او جذبه  ژوندۍ ساتي.

د اپریل ۲۳مه؛ د لومړۍ ملي شورا له پرانیستلو پوره یو کال وروسته، د ۱۹۲۱ کال د اپریل په ۲۳مه د ملي اختر په توګه ولمانځل شوه.

غازي مصطفی کمال اتاترک دا اختر د ۱۹۲۹ کال د اپریل په ۲۳مه ماشومانو ته ډالۍ کړ. د اپریل ۲۳مه د ۱۹۳۵ کال د می په ۲۷مه د تصویب شوي قانون له مخې د "ملي حاکمیت د جشن" په نوم ونومول شوه.

تورکیه د نړۍ د ماشومانو کوربه توب کوي په مراسمو کې ماشومانو په لومړۍ لیکه کې ځای واخیست. اتاترک د خپل ماموریت پر مهال د اپریل د ۲۳مې په اونیو کې ماشومان په خپل دفتر کې منل او له هغوی سره یې نږدې مینه کوله. دا دود د وخت په تېرېدو سره د وزیرانو او دولتي چارواکو ترمنځ هم دود شو، او په سمبولیک ډول ماشومانو ته د څوکیو پرېښودل په یو دود بدل شول.

د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت اختر په لومړي ځل په ۱۹۷۹ کال کې د ۶ هېوادونو په ګډون نړیواله کچه غوره کړه. له هغه وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ماشومان تورکیې ته راتلل پیل کړل. تورکیه په نړۍ کې لومړی او یوازینی هېواد شو چې خپلو ماشومانو ته یې یو اختر ډالۍ کړ او دا اختر یې له نړۍ سره شریک کړ.

د اپریل ۲۳مې د ملي اختر په توګه د اعلانولو پروسه د ترکیې د ملي

شورا په آرشیف کې شتون لري. په آرشیف کې هغه اعلامیه هم شته چې پکې ویل شوي د تورکیې ملي شورا به په انقره کې د اپریل په ۲۳مه، د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د دعاګانو او مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي. دا سند چې د استازولۍ د هیئت د مشر مصطفی کمال پاشا لاسلیک لري، نن هم د هغه تاریخي ورځې ولوله انځوروي.

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي