نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
مهم خبرونه
څو مهم لنډ خبرونه
مهم خبرونه
خبرونه / TRT


۱. متحده عربي اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هېواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ

متحده عربي اماراتو د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هغه پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال دې خلیجي هېواد ته پټ سفر کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اماراتو ته د نتنیاهو د سفر یا د اماراتو په خاوره کې د کوم اسرائیلي نظامي پلاوي د منلو په اړه راپورونه رد کړل. وزارت ټینګار وکړ چې د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ اړیکې د "ابراهیم تړون" په چوکاټ کې "علني او څرګندې" دي او "پر کومو پټو ترتیباتو ولاړې نه دي."

۲. د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی چې پر ایران نوې جګړه به "هر څوک وځپي"

د یمن حوثي ډلې خبرداری ورکړی چې پر ایران د امریکا هر ډول نوی برید به سیمه په داسې یوه جګړه کې ډوبه کړي چې "لمبې به یې هر څوک وځپي." دا خبرداری په منځني ختیځ کې د لا پراخ کړکېچ د وېرې په ترڅ کې ورکړل شوی دی.

د دغې ډلې د "سبا" خبري اژانس په وینا، دا خبرداری د حوثي حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، عبدالواحد ابو راس لخوا په یوه پیغام کې ورکړل شوی دی. هغه وویل: "پر ایران د تیري دوام به سیمه او نړۍ داسې یوې جګړې ته ورکاږل شي چې پایلې به یې ټول وګالي."

۳. په لبنان کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول

د لبنان د روغتیا وزارت او ځايي رسنیو ویلي، په لبنان کې د اسرائیل په نویو هوايي بریدونو کې چې د اوربند د هوکړې وروستۍ سرغړونه ده، لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي چې دوه پکې ماشومان دي.

د لبناني چارواکو په وینا، د مارچ له ۲مې راهیسې په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۸۴۰ ډېر کسان وژل شوي، تر ۸۶۹۰ ډېر ټپیان شوي او تر ۱.۶ میلیونو ډېر کسان بې ځایه شوي، چې دا د هېواد د نفوس شاوخوا پنځمه برخه جوړوي.

۴. شي جین پینګ د ایران د جګړې پر مهال په بیجینګ کې د ډونالډ ټرمپ سره د لوړې کچې سرمشریزې کوربه توب کوي

د چین ولسمشر شي جین پینګ د ایران د جګړې په ترڅ کې د خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره د چین او امریکا د لوړې کچې سرمشریزې کوربه توب کوي.

ټرمپ د ځايي وخت په شاوخوا ۱۰ بجو "د خلکو لوی تالار ته ورسېد، چې په اجنډا کې یې د روانې جګړې ترڅنګ ټیکنالوژي، تجارت او تعرفې په سر کې ځای لري. بیجینګ ویلي چې دواړه مشران به "د چین او امریکا د اړیکو، نړیوالې سولې او پراختیا په اړه پر مهمو مسایلو" خبرې وکړي. د امریکا ولسمشر دا هم اعلان کړې چې هغه به له شي څخه خپله "تر ټولو لومړۍ غوښتنه" دا وکړي چې د امریکايي سوداګرۍ پر مخ چین "خلاص" کړي.

۵. تورکیې او بلجیم په انقره کې د لوړې کچې کتنو پر مهال دفاعي او ډیپلوماټیکې اړیکې ژورې کړې

تورکیې او بلجیم د ډیپلوماسۍ، دفاع او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کړي، چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو وزیرانو په انقره کې یو لړ لیدنې کړې دي.

د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تورکیې ته د بلجیم د اقتصادي ماموریت په څنډه کې د بلجیم د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مکسیم پریوټ سره وکتل. په دفاعي برخه کې، د تورکیې دفاع وزیر یاشار ګولر په انقره کې د بلجیم له دفاع وزیر تیو فرانکن سره وکتل، چې دواړو لورو له تړلو دروازو شا ته تر خبرو وروسته د دفاعي همکاریو په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل