د ټولنیزو رسنیو بې پایه نړۍ
ساینس او ټکنالوژي
5 د لوستلو دقیقې
د ټولنیزو رسنیو بې پایه نړۍایا تاسې کله هم د ټولنیزو رسنیو پدې بې پایه نړۍ کې ورک شوي یاست؟
00:00
/ TRT Global

ایا تاسو کله هم د ټولنیزو رسنیو په بې پایه منځپانګه کې ورک شوي یاست؟ تاسو خپل تیلیفون د یوې خبرتیا (نوټیفیکېشن) د کتلو لپاره خلاصوئ، خو بیا د ویډیوګانې په کتلو او د پوسټونو په لوستلو پیل کوۍ، تر څو چې څو ساعته بې هدفه ښکته پورته کیدو ته مو پام شي. 

کېدای شي همدا اوس چې دا پوډکاسټ اورئ، خپلې ټولنیزې رسنۍ ګورئ. نو ایا تاسو کله فکر کړی چې دا عادت مو پر بدن څه ډول اغیزې کولی شي؟ موږ تل د ټولنیزو رسنیو پر رواني روغتیا اغېزو په اړه خبرې کوو او ډیر څه اورو. دا کولای شي په ډېرو خلکو کې اضطراب رامنځته کړي او نورو ته د خپل مکمل ژوند د ښکاره کولو په خاطر پر هغوې  فشار راولي. خو زموږ پر فزیکي روغتیا یې اغېز څه دی؟ 

په اوسط ډول، امریکایان هره ورځ نږدې ۱۴۴ دقیقې په ټولنیزو رسنیو کې تېروي. دا په ورځ کې نږدې دوه نیم ساعته کېږي. دا د هغه وخت څخه ډېر دی چې خلک معمولاً په تمرین کولو، ټولنیز کېدو یا حتی د خوړو خوړلو لپاره لګوي! 

د زیډ (Z)  یا وروستي نسل لپاره بیا شمېرې لا هم لوړې دي. راپورونه ښیي چې دوی په ورځ کې شپږ ساعته په ټولنیزو رسنیو تېروي. دا یوازې د وخت لوی ضایع نه دی، بلکې خورا خطرناک هم دی. په آنلاین توګه چې هر ساعت تېروو، ځان د ناروغیو د زیات خطر سره مخ کوو. 

د بفلو پوهنتون او اوهایو ایالت پوهنتون څخه وروستۍ ترسره شوې یوې څېړنې، د ټولنیزو رسنیو د زیاتې کارونې او خرابې فزیکي روغتیا ترمنځ اړیکه موندلې ده. دا اړیکه هغه وخت څرګنده شوه چې څېړونکو په بدن کې د سي ری‌اکټیف (C-reaktif) پروټین، یا CRP  کچې وکتلې.

 

په وینه کې د CRP لوړې کچې کولای شي د اوږدمهاله التهابي ناروغیو او د زړه ناروغیو په څېر د بېلابېلو روغتیايي ستونزو نښه وي. څېړونکو وموندله چې هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وخت تېروي، د CRP کچه یې لوړه وي. دا په دې معنی ده چې په بدن کې یې زیات التهاب شته. دا التهاب کولای شي د سردرد، د سینې درد، د شا درد او نورو لامل شي. 

اوس، راځئ د دې څېړنې تفصیلات وګورو. 

څېړونکو د  پوهنتون د ۲۵۱محصلینو څخه جوړې شوې ډلې باندې ازمایښت وکړ—احتمالاً د هغه عمر ډله چې په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو فعاله ده. څېړونکو د وینې نمونې واخیستې او د محصلینو د CRP کچه یې اندازه کړه. 

وروسته، دوی د فیسبوک، ټویټر، سنیپ‌چټ او انسټاګرام په څېر ډیجیټل پلاتفورمونو له لارې د محصلینو د ټولنیزو رسنیو فعالیت په اړه معلومات راټول کړل. څېړونکو همدارنګه، د محصلینو خپل راپور شوي معلومات له نورو اندازه‌ګیرونو سره پرتله کړل ترڅو خپل موندنو د کره توب څخه ډاډه شي.

په پای کې، دوی معلومه کړه، چې څومره محصلینو په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وخت تېر کړی و، هغومره یې د CRP کچې لوړې او روغتیا یې خرابه وه. 

نو، دا ولې داسې کېدای شي؟ یوه فرضیه دا ده چې د ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې ښايي د روغتیا لپاره ګټورو فعالیتونو ځای نیولی وي. 

دا فکر وکړئ: کله چې خپلو سکرینونو ته ګورو، کېدای شي د باکیفیته خوب، تمرین یا حقیقي ټولنیزو تعاملات له لاسه ورکوو. 

بې کیفیته خوب وروسته د زړه او رګونو ناروغیو او نورو جدي روغتیايي ستونزو خطر زیاتولی شي. د دې خبرې کولو خو اړتیا هم نشته چې د پرله‌پسې په (انلاین) اوسېدلو له امله رامنځته کېدونکی فشار څومره زموږ بدنونه د انتاناتو په وړاندې لا ضعیفه کولای شي.

 

که څه هم موندنې د ټولنیزو رسنیو کارونې او فزیکي روغتیا شکایتونو ترمنځ روښانه تړاو ښیي، خو دا هم د یادولو وړ دی چې  تړاو د علت په مانا نه دی. 

خرابه روغتیا هم کولای شي د ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې ته لاره هواره کړي. 

نو دا څېړنه ولې مهمه ده؟ مخکینیو څېړنو د ټولنیزو رسنیو د اضطراب او خپګان په څېر رواني اغېزې په پراخه توګه څېړلې دي. خو دا څېړنه د فزیکي روغتیا پر اغېزو په مستقیمه توګه تمرکز کوي او یو نوې کړکۍ پرانیزي. که په دې فکر وکړو چې زموږ رواني او فزیکي روغتیا څومره یو له بل سره تړلې ده، نو په څېړنه کې دا تشه په ځانګړې توګه د پام‌وړ ده. 

زموږ په زیاته نښلول شوې نړۍ کې، د ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونه د ورځني ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. که څه هم د اړیکې د جوړولو فرصتونه وړاندې کوي، دا ډول څېړنې موږ ته دا چانس راکوي چې دا ټکنالوژي څنګه کاروو، پرې فکر وکړو. 

دا څېړنه په اصل کې یواځې په سمندر کې یو څاڅکې په څیر دي. زموږ ډیجیټل ژوند زموږ پر فزیکي هوساینې څه اغېز لري؟ پدې اړه لا ډېر څه شته چې باید زده یې کړو. نو، تاسو څه کولای شئ؟ ښايي دا یې وخت وي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو عادتونو باندې بیا کتنه وکړئ. خپل آنلاین وخت محدودول یا د ټکنالوژۍ پرته ساعتونه ټاکل په څېر ځینې محدودیتونه په پام کې ونیسئ. ستاسو بدن او ذهن به درنه مننه وکړي. 

زمونږ ننۍ خپرونه همدومره وه  له اورېدلو  څخه مو مننه، او تر بلې لیدنې پورې د الله په امان کې اوسۍ.

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ