قطر د سوډان په الفاشر کې د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا د ترسره شوو وحشیانه کړنو غندنه وکړه.

د قطر امير شيخ تميم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د چټک ملاتړ ځواکونو د ظلمونو د پای ته رسولو او د سوډان د جګړې سيمو کې د ثبات او يووالي د بيا ټينګښت لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني د سوډان د شمالي دارفور ایالت په پلازمېنه الفاشر کې د چټک ملاتړ ځواکونو  له لوري ترسره شوي ظلمونه وغندل او د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د سمدستي سياسي حل غوښتنه وکړه.

شيخ تميم د سې شنبې په ورځ په پلازمینه دوحه کې د ټولنيز پرمختګ د دويمې نړیوالې سرمشريزې غونډې د پرانېستې پر مهال په خپلو څرګندونو کې وويل: "موږ د سوډان د دارفور سيمې په الفاشر ښار کې د ترسره شوو وحشيانه کړنو له امله ژوره صدمه ليدلې ده او دا کړنې په کلکو ټکو غندو." 

د محلي او نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د چټک ملاتړ ځواکونو د شمالي دارفور پلازمېنه الفاشر ونيو او د ملکي وګړو پر ضد يې د قومي وژنو لړۍ پيل کړه. د څارونکو په وينا، دا بريد ښايي د سوډان د جغرافيايي وېش خطر لا پسې زيات کړي.

امير تميم زياته کړه: "سوډان د دې شخړې له وحشتونو څخه له دوو نيمو کلونو راهيسې ځورېږي. اوس یې وخت رارسېدلی چې دې جګړې ته د سياسي حل له لارې د پای ټکی کېښودل شي څو د سوډان يووالی، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا وساتل شي."

د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵مې راهیسې، د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونه په کورنۍ جګړه کې ښکېل دي چې زرګونه کسان يې وژلي، ميليونونه نور يې بې‌ کوره کړي او دا شخړه د نړۍ له تر ټولو ستر بشري ناورينونو څخه ګرځېدلې ده.