منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
د غزې په بیت لاهیا کې د یوه کور پر نښه کېدو وروسته د ویجاړیو لاندې د څو کسانو د ورکېدو خبر ورکړل شوی دی.
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
غزه

د روان اوربند سره سره  د پنجشنبې پر ورځ د اسرائیلو لخوا د  غزې په شمال کې د بیت لاهیا سیمه کې پر یوه کور په هوايي برید کې د یوې کورنۍ څلورو تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړ .

یوه روغتیاپالې سرچینې انادولو اژانس ته وویل چې د بیت لاهیا پروژې په سیمه کې د احمد کورنۍ د یوه کور له ویشتل کېدو وروسته، څلور مړي د غزې ښار شفا روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې په برید کې نور کسان هم ټپیان شوي او ګڼ شمېر کسان د ویجاړیو تر لاندې ورک دي.

بل خوا، د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې پر سهار د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په کمپ کې د اسرائيلي پوځي وسایطو او بې پیلوټه الوتکې (ډرون) لخوا د بې‌ځایه شویو کسانو پر پناه ځایونو او خېمو له ډزو وروسته څو تنه ټپیان ال‌شفا روغتون ته وړل شوي دي.

د اسرائيلو جیټ الوتکو همدا راز په کمپ کې د کمال عدوان روغتون ته نږدې هوايي برید وکړ.

سربېره پر دې، د اسرائيلو جنګي بېړیو د خان یونس ساحلي اوبو کې او د غزې د مرکز په ختیځو سیمو کې درانده بریدونه کړې دي.

نوموړي بریدونه پدې معنی دي چې اسرائيلو یو ځل بیا هغه اوربند نقض کړی دی چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې نافذ دی.

د اسرائيلو پوځ د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په خپل نسلوژونکي جنګ کې له ۷۳,۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۴,۰۰۰ څخه ډېر یې ټپیان کړي دي؛ دغه جنګ د غزې زیاتره ملکي بنسټیزې پروژې ویجاړې کړې یا یې سختې زیانمنې کړې دي.

 

وپلټۍ
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.