نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پولیس: د مانچسټر پر کنیسه د برید ۲ قربانيان د افسرانو له خوا په تېروتنه کې ویشتل شوي
د مانچسټر له یوې کنیسې ( یهودانو عبادت ځای ) بهر د رامنځته شویو پېښو په اړه  ضد او نقیص  ادعاګانو شتون درلود ، وروسته له هغې چې پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې بریدګر "بې وسلې" و او دوه قربانیان د افسرانو له خوا په تېروتنې ویشتل شوي دي.
پولیس: د مانچسټر پر کنیسه د برید ۲ قربانيان د افسرانو له خوا په تېروتنه کې ویشتل شوي
د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر او مېرمن یې ویکټوریا د مانچسټر پر کنیسه د برید له ځایه لیدنه وکړه / Reuters

پولیس: د مانچسټر پر کنیسه د برید ۲ قربانيان د افسرانو له خوا په تېروتنه کې ویشتل شوي

پولیس وايي چې یو ټپي کس، چې اوس په روغتون کې دی، هم د یوه افسر له خوا د شوې ډزې له امله ټپي شوی دی.

د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر او مېرمن یې ویکټوریا د مانچسټر پر کنیسه د برید له ځایه لیدنه وکړه، چېرې چې پولیسو د "یوم کیپور" وژنې یوه ترهګریزه پېښه بللې ده.

د مانچسټر له یوې کنیسې ( یهودانو عبادت ځای ) بهر د رامنځته شویو پېښو په اړه  ضد او نقیص  ادعاګانو شتون درلود ، وروسته له هغې چې پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې بریدګر "بې وسلې" و او دوه قربانیان د افسرانو له خوا په تېروتنې ویشتل شوي دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، د پنجشنبې د ورځې په برید کې یو وژل شوی قرباني د پولیسو له خوا د هغو هڅو پر مهال ویشتل شوی، چې غوښتل یې بې وسلې بریدګر تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د مانچسټر لویې حوزې پولیسو  په اعلامیه کې ویل شوي: "اوسمهال داسې انګېرل کېږي چې تورن کس، جهاد الشامي، وسله نه درلوده او یوازینۍ ډزې د GMP د وسله والو افسرانو له خوا شوې دي."

اعلامیه زیاتوي: "نو له همدې امله، د نورو عدلي طب معایناتو تر بشپړېدو وروسته به روښانه شي، خو ښايي دا ټپ په خواشینۍ سره زما د افسرانو د هغه بېړني او اړین اقدام د یوې غمجنوونکې او ناڅاپي پایلې په توګه رامنځته شوی وي، چې د دې وحشیانه برید د پای ته رسولو لپاره یې ترسره کړ."

پولیسو زیاته کړه چې په ټپیانو کې یو تن، چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، هم د ډزې له امله ټپي شوی دی.

ویل کېږي چې دواړه کسان چې ویشتل شوي، د کنیسې د دروازو شاته وو.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"