نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ایران د اسرائیلو لخوا ددې هیواد د ګازو او انرژۍ پر بڼسټیزو تاسیساتو بریدونه وغندل.
د امریکا ولسمشر وايي، تر هغه چې ایران جګړه پراخه نه کړي، اسرائیل به بیا پر جنوبي پارس برید ونه کړي؛ خو خبرداری یې ورکړ که تهران قطر په نښه کړي، متحده ایالات به دغه تاسیسات (جنوبي پارس) په بشپړ ډول ویجاړ کړي.
ایران د اسرائیلو لخوا ددې هیواد د ګازو او انرژۍ پر بڼسټیزو تاسیساتو بریدونه وغندل.
ایران د اسرائیلو لخوا ددې هیواد د ګازو او انرژۍ پر بڼسټیزو تاسیساتو بریدونه وغندل. / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې متحده ایالات د ایران د جنوبي پارس د ګازو پر ساحه د اسرائیل له برید څخه خبر نه و. هغه ویلي چې تل ابیب به بیا پر دغه ځای برید ونه کړي، مګر دا چې ایران غچ اخیستونکی برید وکړي. په ورته وخت کې یې ګواښ وکړ چې د قطر د مایع طبیعي ګازو (LNG) پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول بل برید به امریکا دې ته اړ کړي چې د ایران یاد تاسیسات په بشپړ ډول له منځه یوسي.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) لیکلي: "متحده ایالات د دې ځانګړي برید (پر جنوبي پارس) په اړه معلومات نه درلودل او قطر هیواد په هیڅ ډول په دې کې ښکېل نه و، او نه یې هم په اړه کوم معلومات لرل چې دا ډول برید کېدونکی دی."

د هغه دا ادعا د هغو پخوانیو راپورونو برعکس ښکاري چې ویل یې واشنګټن له برید څخه مخکې خبر و، خو په کې یې ګډون نه و کړی.

هغه وویل چې ایران د دغو حقایقو په نه پوهیدو سره، په "راس لافان" صنعتي ښارګوټي کې د قطر د LNG تاسیساتو پر یوې برخې "بې دلیله او په غیر عادلانه ډول" برید کړی دی.

ټرمپ د جنوبي پارس پر ساحه د اسرائیل برید د غصې له امله یو "سخت برید" وباله او ویې ویل چې یوازې "یوه نسبتاً وړه برخه" یې په نښه شوې ده.

هغه خبرداری ورکړ که د قطر د LNG پر بنسټیزو تاسیساتو بیا برید وشي، متحده ایالات به د اسرائیل له ګډون سره یا پرته، د جنوبي پارس د ګازو ټوله ساحه په داسې پیمانه والوزوي چې ایران به یې "کله هم شاهدي نه وي کړي."

هغه زیاته کړه چې دی د ایران د راتلونکي لپاره د اوږدمهاله ناوړه پایلو له امله د داسې ویجاړۍ اجازه ورکول نه غواړي، خو که اړ شي، نو له دې کار څخه به ډډه ونه کړي.

د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل یو هوايي برید د جنوبي پارس د ګازو په ساحه کې د ایران لوری په نښه کړ، چې له امله یې په دوو لویو تصفیه خانو کې د تولید چارې ودرېدې.

قطر د چهارشنبې او پنجشنبې په سهار د "راس لافان" پر صنعتي ښارګوټي، چې د دغه هیواد د LNG تولید اصلي مرکز دی، د دوو جلا توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.

په غبرګون کې، قطر په خپل هیواد کې د ایران د سفارت پوځي او امنیتي اتشه او د هغوی کارکوونکي "ناغوښتل شوي عناصراعلان کړل او له هیواده یې د ایستلو پریکړه وکړه.

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ