نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په بلوچستان کې نامعلومو وسله والو کسانو ګڼشمیر مساپر د بسونو نه د ښکته کولو نه وروسته ووژل
د پاکستان د جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې نامعلومو وسله والو کسانو  د دوو مساپروړونکو بسونو نه نهه تنه مساپر د ښکته کولو نه وروسته ووژل. دا خبره د سیمې یو تن چارواکي کړې ده.
په بلوچستان کې نامعلومو وسله والو کسانو ګڼشمیر مساپر د بسونو نه د ښکته کولو نه وروسته ووژل
/ Reuters

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نامعلومو وسله والو کسانو ګڼشمیر مساپر د بسونو نه د ښکته کولو نه وروسته ووژل.

د پاکستان د جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې نامعلومو وسله والو کسانو  د یو مساپروړونکي  بس نه نهه تنه مساپر د ښکته کولو نه وروسته ووژل. دا خبره د سیمې یو تن چارواکي کړې ده.

د ژوب مرستیال کمیشنر نوید عالم خبریالانو ته وویل دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د بلوچستان د ژوب او لورالایي ولسوالیو ترمنځ د سر ډکۍ په سیمه کې رامنځته  شوې ده.

د وژل شویو کسانو مړي چې په ډزو وژل شوي دي، د شپې په ناوخته ساعتونو کې په غرونو کې وموندل شول.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې دوه مساپر وړونکي بسونه چې پنجاب ته روان وو، د سر ډکۍ په سیمه کې د N-70 لویې لارې ته نږدې د ډب په سیمه کې درول شوي وو. وسله والو کسانو سړک بند کړی و او دواړه موټر یې درولي وو.

د راپور له مخې، وسله والو کسانو د بسونو دننه مساپر تلاشي کړل او د هغوی پیژندپاڼې یې وکتلې، بیا یې لس کسان له موټرو ښکته کړل.

یو ژوندي پاتې مسافر د لیویز ځواکونو ته وویل: "هغوی لس مسافر ښکته کړل — اووه د یوه بس څخه او درې د بل څخه — او هغوی یې نامعلوم ځای ته یوړل. زه نه پوهیږم چې هغوی څه وکړل، خو ما د ډزو غږونه واورېدل کله چې موږ روان وو."

وروسته له دې چې وسله والو لس تنه مسافر ښکته کړل، دواړو بسونو ته اجازه ورکړه چې له سیمې ووځي.

د راپورونو له مخې، بریدګرو د ټولو مسافرو د پېژندپاڼو تلاشي وکړه او په ځانګړې توګه هغه کسان یې هدف وګرځول چې د پنجاب ایالت اوسیدونکي وو. هغوی د مساپرو د ځان سره د وړولو پر مهال په بسونو ډزې هم وکړې  تر څو څوک ونه تښتي.

لومړي وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې پېښې پخلی کړی او په کلکه یې غندنه وکړه.

شریف وویل: "د بې ګناه خلکو وینه به بې ځوابه پاتې نه شي. د بې ګناه وګړو وژل د هند لخوا د ملاتړ شوي ترهګرۍ ښکاره عمل دی."

هند تر اوسه د دې بیان په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د بلوچستان د ازادۍ جبهې، د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د روان کال په فبرورۍ کې، ترهګرو د بلوچستان په برکان سیمه کې یو مسافر وړونکی بس ودرولو چې له کوټې څخه فیصل اباد ته روان و او لږ تر لږه اووه مسافر یې ووژل.

تېر کال د اګست په میاشت کې، وسله والو د بلوچستان په موسی خېل ولسوالۍ کې ۲۳ مسافر وژلي وو، وروسته له دې چې هغوی یې له څو موټرو ښکته کړل.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی لیدل کیږي، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې.

د معدني سرچینو له پلوه بډایه بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی خو تر ټولو بې وزله ایالت دی. امنیتي ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو له ټیټې کچې بغاوت سره مخ دي، چې ادعا کوي ایالت له لویو پرمختګونو بې برخې پاتې شوی دی.

دغه ایالت د ۶۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) د پروژې لپاره هم یوه مهمه لار ده، چې موخه یې د چین د شمال لویدیځ شینجیانګ ایالت د بلوچستان له ګوادر بندر سره د سړکونو، ریلونو او د تیلو او ګازو د نل لیکو له لارې نښلول دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی