تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا ولسمشر عبدالحمید دبیبه سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
رجب طیب اردوغان عبدالحمید دبیبه ته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وویل، انقره په لیبیا کې پرمختګونه "له نږدې تعقیبوي" او "د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره به خپل رول ته دوام ورکړي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا ولسمشر عبدالحمید دبیبه سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا ولسمشر عبدالحمید دبیبه سره ټیلیفوني خبرې وکړې. / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا ولسمشر عبدالحمید دبیبه سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر رجب طیب اردوغان او د لیبیا ولسمشر عبدالحمید دبیبه پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې

رجب طیب اردوغان عبدالحمید دبیبه ته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وویل، انقره په لیبیا کې پرمختګونه "له نږدې تعقیبوي" او "د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره به خپل رول ته دوام ورکړي."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د لیبیا د ملي وحدت حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ‌يیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د تورکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې، د جمعې په ورځ د یوې تلیفوني اړیکې پر مهال، اردوغان د دبیبې سره په خبرو کې وویل چې انقره د لیبیا د حالاتو "نږدې څارنه" کوي او "د امنیت او ثبات د ټينګښت لپاره به خپل رول ته دوام ورکړي".

اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ويې ويل چې دواړه هېوادونه به په ختيځ مدیترانې کې د خپلو حقونو او ګټو د ساتنې لپاره ګډې هڅې ته دوام ورکړي.

تورکیې او ليبيا د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د کان ‌کيندنې، انرژۍ او زېربناوو په برخو کې د همکارۍ پر محور يو تفاهم ‌ليک لاسليک کړ.

د تورکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو بورډ (DEIK)، د تورکیې-لیبیا سوداګریزې شورا، د لیبیا ملي کانونو شرکت، د نندارتونونو او کنفرانسونو لپاره د لیبیا عمومي اداره او د ایمار لیبیا هولډینګ شرکت لاسلیک کوونکي شامل وو.

دغه تړون چې موخه یې په دغو درې برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم زیاتول دي، د DEIK د تورکیې–لیبیا د سوداګرۍ شورا له رئيس مرتضی کارانفیل او د اعمار ليبيا هولډینګ شرکت له اجرائیه رئيس فواد العوام لخوا لاسليک شو.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"