د ایران نوی ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي روغ رمټ دی. دا خبره د ایران د ولسمشر پزشکیان زوی وکړه.

د ایران د ولسمشر زوی د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي، له اسرائیل او امریکا سره په جګړه کې د ټپي کېدو له راپورونو سره سره "روغ رمټ" دی.

By
د ایران نوی ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي روغ رمټ دی. دا خبره د ایران د ولسمشر پزشکیان زوی وکړه. / Reuters

ټرمپ تر دې وړاندې د مجتبی خامنه‌یي ټاکنه یوه "لویه تېروتنه" بللې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د امریکا له تایید پرته به نوی مشر "ډېر وخت دوام ونه کړي."

د ایران د ولسمشر زوی د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي، له اسرائیل او امریکا سره په جګړه کې د ټپي کېدو له راپورونو سره سره "روغ رمټ" دی.

یوسف پزشکیان، چې په ورته وخت کې د حکومت سلاکار هم دی، په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: "ما د مجتبی خامنه‌یي د ټپي کېدو په اړه خبرونه واورېدل. له ځینو ملګرو مې چې ورسره اړیکه لري وپوښتل، هغوی ماته وویل چې له نیکه مرغه هغه روغ رمټ دی."

دولتي ټلویزیون خامنه‌یي د "رمضان جګړې ټپي غازي" په توګه یاد کړی و، خو د هغه د ټپي کېدو جزیات یې نه وو روښانه کړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پر دې شک ښودلی و چې ګواکې د ایران نوی ټاکل شوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي به وکولی شي له متحده ایالاتو سره په سوله کې ژوند وکړي، او د روانې جګړې په ترڅ کې یې پر تهران خپلو نیوکو ته زور ورکړی دی.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې د ایران پر دې پرېکړې خپله "ناخوښي" څرګنده کړه او ویې ویل: "زما په نظر، هغه په سوله کې ژوند نشي کولی." ټرمپ مخکې د خامنه‌یي ټاکل یوه "لویه تېروتنه" بللې وه او خبرداری یې ورکړی و چې نوی مشر به د امریکا له خوښې پرته "ډېر وخت پاتې نشي."

نوی مذهبي مشر د علي خامنه‌یي زوی او ځایناستی دی؛ علي خامنه‌یي چې د اوږدې مودې لپاره یې واکمني وکړه، د فبروري په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ووژل شو، چې دې پېښې په ټول منځني ختیځ کې جګړه وپاروله.

۵۶ کلن مجتبی خامنه‌یي د یوې داسې څېرې په توګه پېژندل کېږي چې ډېر کم په عامو محفلونو کې لیدل کېږي او په رسمي مراسمو کې وینا نه کوي؛ هغه د یکشنبې په ورځ د مشر په توګه له اعلانېدو راهیسې تر اوسه ملت ته وینا نه ده کړې او نه یې هم کومه لیکلې اعلامیه خپره کړې ده.

د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، د دریو ناڅرګندو ایراني چارواکو له قوله ویل شوي چې خامنه‌یي "د پښو په ګډون ځینې ټپونه لري، خو په هوښ کې دی او په یو خوندي ځای کې تر کلک امنیت لاندې ساتل کېږي."