نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
د 'جین زیډ ریګلټ'  نوښت د پوهنې د بودیجې زیاتولو، د اقلیم په برخه کې د جدي اقداماتو او د ټولنیزو لګښتونو د عادلانه وېش غوښتنه کړې ده؛ د راپورونو له مخې، تر ۱۵۰،۰۰۰ ډېرو کسانو د اکتوبر پر ۳۱مه په ټول آلمان کې د لاریونونو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
المان مظاهرې

د آلمان د ځوانانو یوه نوي حرکت د پنجشنبې په ورځ یو پرانیستی لیک خپور کړ، چې په کې یې د حکومت د تګلارو پر ضد د پلان شویو سرتاسري لاریونونو په درشل کې، لومړي وزیر فریدریش میرز ته خپلې غوښتنې په ګوته کړې دي.

د 'جین زیډ ریګلټ' (یعنې زیټ نسل یې اداره کوي) ډلې په یوه پرانیستي لیک کې چې پر (انلاین)  ډول خپور شوی، ویلي: "موږ نور لاس تر زنې نشو کېناستلی چې ګورو تاسو زموږ پر راتلونکي قمار وهئ. ستاسو د لګښتونو کمولو تګلارو له موږ څخه ټولې هیلې اخیستې دي."

د محصلینو دې ډلې د ټولنیزو لګښتونو کمول، د اقلیمي بحران پر وړاندې د حکومت چلند، د جګړو او شخړو په اړه د ځوانانو اندېښنو ته نه پاملرنه او د جبري عسکري خدمت د بیا پیلولو پلانونه وغندل.

یادې ډلې وویل: "دا ټول په داسې حال کې پېښېږي چې تاسو زموږ له اورېدلو ډډه کوئ، زموږ وېرې جدي نه ګڼئ او زموږ نیوکو ته پام نه کوئ. موږ نور تر پوزې راغلي یو." دوی زیاته کړې: "ستاسو تګلارې زموږ راتلونکی یوې بندې کوڅې ته کاږي! له همدې امله، د اکتوبر پر ۳۱مه، موږ په څه باندې ۲۰ ښارونو کې سړکونو ته وځو ، په سوله ییزه توګه، په لوړ غږ او په پوره (قاطعیت) سره."

دغه نوښتګر حرکت، چې له لېسو او پوهنتونونو د زده کوونکو او محصلینو، زده کړیالانو او ځوانو مسلکیانو څخه جوړ دی، په برلین، هامبورګ، مونیخ، فرانکفورت او کولن کې د لویو لاریونونو پلان لري؛ او ترڅنګ یې په ۲۷ نورو ښارونو کې هم لاریونونه پلان شوي دي. د تنظیموونکو په وینا، تر دې دمه له ۱۵۰ زرو ډېرو کسانو پر (انلاین)  ډول نوم لیکنه کړې ده.

د ځوانانو دې ډلې ټینګار وکړ چې لاریونونه به یې سوله ییز وي. له لومړي وزیر میرز او د هغه له ایتلافي حکومت څخه د دوی غوښتنې د "بودیجې پرې کولو پر ځای ښوونځیو ته پیسې ورکولو" او " (ارزانه) ژوند" څخه پیلېږي، چې د خلکو اندېښنې یې د اجنډا په سر کې ځای پر ځای کړې دي.

دوی همدارنګه پر ځوان نسل د (لګښتونو) د اچولو پر ځای د هغو د عادلانه وېش، جبري عسکري خدمت ته د روښانه "نه" ویلو، د "څارنې د پراخولو پر ځای" د بنسټیزو حقونو د لا قوي خوندیتوب، او د ځوانانو د راتلونکي د خوندي کولو په موخه د اقلیم په برخه کې د رغنده اقداماتو غوښتنه وکړه.

 

وپلټۍ
د ایران ولسمشر او د قطر امیر په مسکو کې د منځني ختیځ د جګړې او هرمز تنګي په اړه خبرې وکړې
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
ټرمپ اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو افشا کوونکو ته به یو میلیون ډالر انعام  ورکړل شي.
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پیل شوه
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه