سلووانیا د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو څخه  پر وارداتو بندیز ولګو.

سلووانیا د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو څخه په وارداتو بندیز ولګو. دې هیواد ددې پریکړې لامل  په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د نړیوال بشري قانون جدي او دوامداره سرغړونې په ګوته کړي.

/ Reuters

سلووانیا د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو څخه  پر واردات بندیز ولګو.

سلووانیا د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو څخه په وارداتو بندیز ولګو. دې هیواد ددې پریکړې لامل  په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د نړیوال بشري قانون جدي او دوامداره سرغړونې په ګوته کړي.

د سلووانیا مطبوعاتي اژانس (STA) راپور ورکړ چې دا اقدام د لومړي وزیر رابرټ ګولوب په امر اخیستل شوی او د نړیوال قانون سره د سلووانیا ژمنتیا په ګوته کوي.

د سلووانیا حکومت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې " د اسرائیلو تر اشغال لاندې د غیرې قانوني فلسطیني  سیمو څخه  د محصولاتو واردات  نه یوازې د فلسطیني نفوس ژوند او وقار له خطر سره مخ کوي بلکه د نړیوال نظم بنسټونه هم له خطر سره مخ کوي. د نړیوالې ټولنې د مسؤل غړي په توګه، سلووانیا نشي کولی او نه باید د هغه سلسلې برخه  وي چې  داسې کړنو  ته اجازه ورکوي یا سترګې پرې  پټوي."