کاناډا د امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیلولو له امله ددې هیواد په تکنالوژۍ باندې لګولې مالیه لغوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې هغه له کاناډا سره د سوداګرۍ خبرې اترې ځنډولې دي، ځکه چې کاناډا د ټکنالوژۍ شرکتونو باندې د مالیې لګولو پلان ته دوام ورکوي، چې هغه یې " پر امریکا یو مستقیم او ښکاره برید" وباله.

/ Reuters

کاناډا د امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیلولو له امله ددې هیواد په تکنالوژۍ باندې لګولې مالیه لغوه.

وروسته له هغې چې کاناډا د امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو باندې د مالیې لګولو پلان لغوه کړ ، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وویل چې له امریکا سره د سوداګرۍ خبرې بیا پیل شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې هغه له کاناډا سره د سوداګرۍ خبرې اترې ځنډولې دي، ځکه چې کاناډا د ټکنالوژۍ شرکتونو باندې د مالیې لګولو پلان ته دوام ورکوي، چې هغه یې " پر امریکا یو مستقیم او ښکاره برید" وباله.

د کاناډا حکومت ویلي دي چې "د سوداګرۍ تړون په تمه" کاناډا به د ډیجیټل خدماتو مالیه لغوه کړي.

د کارني دفتر ویلي دي چې کارني او ټرمپ د خبرو اترو د بیا پیل کولو هوکړه کړې ده.

ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ په خپل ټولنیز رسنۍ کې وویل چې کاناډا امریکا ته خبر ورکړی چې دوی د ډیجیټل خدماتو مالیې د پلي کولو پلان ته ژمن دي، کوم چې په کاناډا کې له آنلاین کاروونکو سره د اړیکې لرونکو کاناډایي او بهرنیو شرکتونو باندې تطبیق کیږي.

دغه مالیه ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ نافذ شي.