نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په سویلي افریقا کې د وسله وال برید له امله  ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي
پولیس وايي، د یکشنبې په سهار د جوهانسبرګ ښار دباندې په یوه بار کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې نهه کسان ووژل شول، چې دا په روانه میاشت کې په سویلي افریقا کې دویمه دا ډول پېښه ده.
په سویلي افریقا کې د وسله وال برید له امله  ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي
په سویلي افریقا کې د وسله وال برید له امله  ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي / Reuters Archive

په سویلي افریقا کې د وسله وال برید له امله  ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي
پولیس د بېکرزډال په ښارګوټي کې د ډزو د پېښې پلټنه کوي، چېرته چې د وسله والو له خوا لس کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

پولیس وايي، د یکشنبې په سهار د جوهانسبرګ ښار دباندې په یوه بار کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې نهه کسان ووژل شول، چې دا په روانه میاشت کې په سویلي افریقا کې دویمه دا ډول پېښه ده.

لس نور هغه مهال ټپیان شول چې د شپې شاوخوا د بېکرزډال په سیمه کې، چې د سرو زرو د کانونو سیمه ده او له ښاره شاوخوا ۴۰ کیلومتره (۲۵ مایله) لرې پرته ده، شاوخوا لس دولس کسانو پر شراب‌خانه برید وکړ.

پولیسو په لومړي سر کې ویلي و چې ۱۰ کسان وژل شوي، خو وروسته یې دا شمېره کمه کړه.

د پولیسو یوې اعلامیې ویلي، "بریدګرو چې په دوو موټرو کې سپاره وو، د شراب‌خانې پر مشتریانو ډزې وکړې او له سیمې څخه د تېښتې پر مهال یې هم په بې توپیره توګه ډزو ته دوام ورکړ."

د ایالتي پولیسو کمیشنر، میجر جنرال فرېډ کیکانا، SABC ټلوېزیون ته وویل چې په وژل شویو کې د آنلاین ټکسي خدمت یو چلوونکی هم شامل دی چې له بار څخه بهر ولاړ و.

پولیسو ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره د لټون عملیات پیل شوي دي.

سویلي افریقا، چې د دې لویې وچې تر ټولو صنعتي هېواد دی، له هغو ژورو ریښو لرونکو جرمونو او فساد سره لاس او ګرېوان دی چې د منظمو شبکو له خوا پرمخ وړل کېږي.

وسله وال بریدونه عام شوی او ډېری وخت د ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي او د غیررسمي سوداګریو ترمنځ د سیالۍ له امله رامنځته کېږي، چې په نړۍ کې د وژنو د تر ټولو لوړې کچې لامل ګرځي.

د ډسمبر په ۶مه، وسله والو د پلازمېنې پریټوریا ته نږدې د سولسویل په ښارګوټي کې پر یوه لیلیه برید وکړ، چې د یوه درې کلن ماشوم په ګډون یې دولس کسان ووژل.

پولیسو ویلي چې ډزې په داسې ځای کې شوې وې چې په غیرقانوني توګه یې شراب پلورل.

ډېری سویلي افریقایان د ځان ساتنې لپاره جواز لرونکې وسلې لري، خو د مالکیت د نسبتاً سختو قوانینو سربېره، ډېرې غیرقانوني وسلې هم په لاسونو کې ګرځي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د اپرېل او سپټمبر میاشتو ترمنځ هره ورځ په اوسط ډول ۶۳ کسان وژل شوي دي.

ډېری وژنې له شخړو څخه رامنځته شوې، خو غلاوې او د ډلو تاوتریخوالی هم د دې شمېرې په لوړولو کې رول لري.

په یوې تر ټولو خونړۍ وروستۍ پېښه کې، د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې د دې هېواد په ختیځ کېپ ولایت کې په یوه کلیوالي استوګنځي کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي په ډزو ووژل شول.

 

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.