ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بیرقدار ټي بي ۲ جنګي بې پیلوټه الوتکې په بریدګره ازموینه کې 'ایف پي وي' ډرونونه وتوغول
دا ازموینه د هغې الوتکې بریدګر ظرفیتونه لا پسې زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د تورکیې له وسله‌والو ځواکونو سره یوځای شوه او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې په وسلو سمبال شوه.
د تورکیې د بیرقدار ټي بي ۲ جنګي بې پیلوټه الوتکې په بریدګره ازموینه کې 'ایف پي وي' ډرونونه وتوغول
د تورکیې د بیرقدار ټي بي ۲ جنګي بې پیلوټه الوتکې په بریدګره ازموینه کې 'ایف پي وي' ډرونونه وتوغول

د تورکیې دفاعي شرکت «بایکار» ویلي چې د تورکیې په شمال لوېدیځ کې د یوې ازمایښتي الوتنې پر مهال، د بیرقدار ټي بي ۲ (Bayraktar TB2) بې پیلوټه جنګي الوتکې څخه دوو توغول شویو بریدګرو ډرونونو خپل هدفونه په نښه کړي دي.

بایکار د چهارشنبې په ورځ وویل، ټي بي ۲ الوتکې د ادرنې ولایت د 'کشان' الوتنې د روزنې او ازموینې له مرکز څخه په داسې حال کې الوتنه وکړه چې له ځان سره یې د 'سکای ډاګر' (Skydagger) لخوا جوړ شوي ۱۶ 'ایف پي وي'  ډرونونه لېږدول، چې له دې ډلې یې دوه د ازموینې پر ساحه خوشې کړل.

له توغولو وروسته، ټي بي ۲ د هوایي ارتباطاتو د یوه نښلوونکي په توګه کار وکړ. چلونکو (Operators) له دې اړیکې څخه په استفادې کوچني ډرونونه خپلو هدفونو ته ورسول. 'ایف پي وي' ډرونونه د خپلې کمرې له لارې چلونکو ته د پیلوټ په څېر لید  ورکوي.

دا ازموینه د هغې الوتکې بریدګر ظرفیتونه لا پسې زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د تورکیې له وسله‌والو ځواکونو سره یوځای شوه او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې په وسلو سمبال شوه.

د کشفي او څارنې پر ماموریتونو سربېره، ټي بي ۲ کولای شي چې د هدفونو د په نښه کولو لپاره له خپل لیزر څخه کار واخلي او تر څلورو پورې لارښود شوي مهمات (توغندي) ولېږدوي، چې د راکیټسان (Roketsan) شرکت MAM-L او MAM-C توغندي هم پکې شامل دي.

د بایکار په وینا، د خدمت له پیلولو یوه لسیزه وروسته، د ټي بي ۲ الوتکو کاروان په ۲۰۲۴ کال کې د ۱ میلیون ساعتونو الوتنې ریکارډ مات کړ.

بایکار ویلي چې دوی له ۳۶ هېوادونو سره د ټي بي ۲ او له ۱۶ هېوادونو سره د 'اکنجي' جنګي ډرونونو د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي، چې په دواړو پروګرامونو کې ټول ۳۹ هېوادونه رانغښتل شوي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د دې شرکت صادرات د ۲.۲ میلیارد ډالرو ریکارډ کچې ته رسېدلي، او په وروستیو کلونو کې د دوی د عایداتو شاوخوا ۹۰ سلنه له بهرنیو خرڅلاو څخه ترلاسه شوې ده.

 

وپلټۍ
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په اکتوبر میاشت کې ۲۲ زده کوونکي او د ښوونکي وژل شوي دي
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.