سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ د وینزویلا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړي دي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره ټیلیفوني خبرې کړې او په متحده ایالاتو کې یې د یوې احتمالي لیدنې په اړه بحث کړی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د وینزویلا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړي دي
د امریکا ولسمشر ټرمپ د وینزویلا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړي دي / EFE

د امریکا ولسمشر ټرمپ د وینزویلا له ولسمشر مادورو سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د احتمالي لیدنې په اړه یې بحث وکړ

دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې امریکايي ځواکونه د وینزویلا پر کښتیو بریدونه کوي او په کارابین کې خپل عملیات پراخوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره ټیلیفوني خبرې کړې او په متحده ایالاتو کې یې د یوې احتمالي لیدنې په اړه بحث کړی دی.

دغه راپور کاږي چې دغه  ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې ترسره شوې چې د ټرمپ اداره په کارابین کې د لویو پوځي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره پر وینزویلا فشار زیاتوي، چې د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه وړونکې بېړۍ هم په کې شامله ده.

واشنګټن وايي چې د دغو عملیاتو موخه د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی دی، په داسې حال کې چې کاراکاس ټینګار کوي چې اصلي موخه یې د رژیم بدلون دی.

سپینې ماڼۍ د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی، چې په کې راغلي و چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دې ټیلیفوني اړیکه کې برخه اخیستې وه.

د سپټمبر له پیل راهیسې، امریکايي ځواکونو د کارابین په سمندر او د ارام سمندر په ختیځ کې د وینزویلا پر څه باندې ۲۰ هغو کښتیو بریدونه کړي چې د نشه يي توکو په قاچاق تورنې وې، چې له امله یې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

واشنګټن داسې کوم شواهد نه دي خپاره کړي چې وښيي په نښه شوې کښتۍ د نشه يي توکو د قاچاق لپاره کارول کېدې او یا یې متحده ایالاتو ته ګواښ پېښاوه.

د دغه پوځي کمپاین او ورسره د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له امله سیمه ییز تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ټرمپ او مادورو د ټیلیفوني اړیکې په اړه راپور یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو، چې ټرمپ وویل د ځمکې له لارې د وینزویلا د ادعا شويو نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي هڅې به ډېر ژر پیل شي.

هغه امریکايي سرتېرو ته په خپلو خبرو کې وویل: "تاسو به لیدلي وي چې خلک نه غواړي د سمندر له لارې قاچاق وکړي، او موږ به ډېر ژر د ځمکې له لارې د هغوی مخه ونیسو."

"همدارنګه د ځمکې لاره اسانه ده، خو دا عملیات به ډېر ژر پیل شي."

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي