منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
لبنان: د اسرائيلو بریدونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نور کسان وژلي دي
د لبنان روغتیا وزارت وویل چې د مارچ له ۲ نېټې راهیسې په لبنان باندې د اسرائيلو د بریدونو له امله د ۵۰ نورو کسانو په وژل کېدو سره د مړو شمېر ۱۳۱۸ ته لوړ شوی، او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
لبنان: د اسرائيلو بریدونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نور کسان وژلي دي
لبنان: د اسرائيلو بریدونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نور کسان وژلي دي / Reuters

چارواکي وايي چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې د اسرائيلو د یرغل له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی دی.

د لبنان روغتیا وزارت وویل چې د مارچ له ۲ نېټې راهیسې په لبنان باندې د اسرائيلو د بریدونو له امله د ۵۰ نورو کسانو په وژل کېدو سره د مړو شمېر ۱۳۱۸ ته لوړ شوی، او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې، چې د ملي خبري اژانس له لارې خپره شوه، وویل چې په همدې موده کې د ټپیانو شمېر ۳۹۳۵ ته رسېدلی دی.

زیاته یې کړه چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د بېروت برید

په عین حال کې، د اسرائيلو پوځ ادعا کړې چې یوه ورځ مخکې یې په بېروت کې د برید پر مهال د حزب ‌الله د ډلې یو قوماندان، حاجی یوسف اسماعیل هاشم، وژلی دی.

د پوځ ویاند اویخای ادرعي په اېکس کې ادعا کړې چې هاشم د حزب ‌الله د "سویلي جبهې" قوماندان و.

تر اوسه د حزب ‌الله له لوري کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودل شوی.

اسرائيل د مارچ په دویمه نیټه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائيلو د جګړې له پیل وروسته د حزب الله له خوا د پولې هاخوا برید راهیسې په جنوبي لبنان کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.

حزب الله د مارچ له پیل راهیسې په اسرائيلو د توغندیو بریدونه کړي دي، او ویلي یې دي چې دا بریدونه په لبنان باندې د اسرائيلو د دوامداره بریدونو او د فبروري په ۲۸مه نیټه د امریکا او اسرائيلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د هغه وخت د ستر مشر علي خامنه ای د وژنې په ځواب کې دي.

لبناني چارواکي وایي چې له هغه وخت راهیسې لږ تر لږه ۱۲۶۸ کسان د اسرائيلو په بریدونو کې وژل شوي او ۳۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.