نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا له خبرداري وروسته، څو نړیوالو هوايي شرکتونو وینزویلا ته خپلې الوتنې لغوه کړې
څو نړیوالو هوايي شرکتونو له وینزویلا څخه خپلې روانېدونکې الوتنې لغوه کړې دي، یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) لویو هوايي شرکتونو ته د دغه هېواد پر فضا د الوتنې پر مهال د "احتمالي خطرناک وضعیت" په اړه خبرداری ورکړ.
د امریکا له خبرداري وروسته، څو نړیوالو هوايي شرکتونو وینزویلا ته خپلې الوتنې لغوه کړې
د امریکا له خبرداري وروسته، څو نړیوالو هوايي شرکتونو وینزویلا ته خپلې الوتنې لغوه کړې / AP

د امریکا له خبرداري وروسته، څو نړیوالو هوايي شرکتونو وینزویلا ته خپلې الوتنې لغوه کړې

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې امریکا په راتلونکو ورځو کې د وینزویلا اړوند "عملیاتو" نوی پړاو پیلوي.

څو نړیوالو هوايي شرکتونو له وینزویلا څخه خپلې روانېدونکې الوتنې لغوه کړې دي، یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) لویو هوايي شرکتونو ته د دغه هېواد پر فضا د الوتنې پر مهال د "احتمالي خطرناک وضعیت" په اړه خبرداری ورکړ.

د فلایټ رادار ۲۴ (Flightradar24) او د سیمون بولیوار مایکتیا نړیوال هوايي ډګر د رسمي ویبپاڼې له مخې، د برازیل ګول (Gol)، د کولمبیا آویانکا (Avianca)، د چیلي لاتام (LATAM)، د ټرینیډاډ او ټوباګو کاریبین (Caribbean) او د پرتګال ټاپ ایر (TAP Air Portugal) د شنبې په ورځ له کاراکاس څخه خپلې الوتنې لغوه کړې دي.

د کولمبیا د ملکي هوايي چلند ادارې  په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مایکتیا په سیمه کې د الوتنو لپاره "احتمالي خطرونه" شتون لري "ځکه چې په سیمه کې امنیتي شرایط خراب شوي او پوځي فعالیتونه زیات شوي دي."

ټاپ ایر پرتګال (TAP Air Portugal) تایید کړه چې د شنبې او راتلونکې سې شنبې لپاره خپلې ټاکل شوې الوتنې یې لغوه کړې دي. دغې کمپنۍ رویټرز ته ویلي: "دا پرېکړه د امریکا د هوايي چلند چارواکو له خوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ شوې، چې ښيي د وینزویلا په هوايي حریم کې امنیتي شرایط تضمین شوي نه دي."

د هسپانیا ایبیریا (Iberia) هم ویلي چې له دوشنبې څخه تر بلې خبرتیا پورې کاراکاس ته خپلې الوتنې لغوه کوي. د هسپانوي شرکت هغه الوتنه چې د شنبې په ورځ یې د وینزویلا له پلازمېنې څخه مادرید ته ټاکل شوې وه، ترسره شوه.

د ایبیریا یوه ویاند رویټرز ته وویل: "شرکت به وضعیت وارزوي ترڅو پرېکړه وکړي چې کله دغه هېواد ته الوتنې بیا پیل کړي."

کوپا ایرلاینز (Copa Airlines) او وینگو (Wingo) د شنبې په ورځ له مایکتیا څخه خپلې الوتنې ترسره کړې.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) په خبرتیا کې "د وینزویلا په شاوخوا یا دننه کې د امنیتي وضعیت خرابوالي او د پوځي فعالیتونو زیاتوالي" ته اشاره شوې او ویل شوي چې دا ګواښونه کولی شي په ټولو ارتفاعاتو کې الوتکو ته خطر پېښ کړي.

په وروستیو میاشتو کې په سیمه کې د امریکا پراخ پوځي حضور ځای پر ځای شوی، چې په کې د امریکا د سمندري ځواکونو تر ټولو لویه الوتکه وړونکې بېړۍ، لږ تر لږه اته نورې جنګي بېړۍ او F-35 ډوله الوتکې شاملې دي.

فلایټ رادار ۲۴ (Flightradar24) وايي، چې بوګوټا ته د لاتام ایرلاینز (Latam Airlines) د یکشنبې ورځې ټاکل شوې الوتنه هم لغوه شوې ده.

نوی پړاو

په یوه جلا خبر کې، څلورو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا په راتلونکو ورځو کې د وینزویلا اړوند "عملیاتو" د نوي پړاو پیلولو ته چمتو ده.

دغو دوو چارواکو ویلي، چې پټ عملیات به ښايي د ولسمشر نیکولاس مادورو پر وړاندې د نوي پړاو لومړۍ برخه وي.

یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "ولسمشر ټرمپ چمتو دی چې زموږ هېواد ته د نشه يي توکو د راتګ د مخنیوي او د مسؤلینو د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره د امریکايي ځواک له هرې برخې څخه کار واخلي."

دوه امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، تر غور لاندې انتخابونو کې د مادورو د راپرځولو هڅه هم شامله ده.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"