نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
مهم لنډ خبرونه
اردوغان :  پرته له دې چې مسلمانان د خپل دین، دود او دستور پریښودو ته اړ شي هغوې باید په ټولنه کې مدغم شي.
مهم لنډ خبرونه
اردوغان

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د چهارشنبې په ورځ امریکا ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې وویل، مسلمانان باید د خپل دین،  ژبې، کلتور او رېښو د لاسه ورکولو پرته په هغو ټولنو کې مدغم  شي چې ژوند پکې کوي.

نوموړي په نیویارک کې د وینا پر مهال په ګوته کړه چې له مسلمانانو څخه اکثراً د صحي مدغم کېدو پر ځای پر هغوې د نورو کلتورونو او دودونو د  تحمیل هڅه کېږي. هغه ټینګار وکړچې مونږ هم  مسلمانانو په هغه ټولنو کې چې ژوند کوي د سالم مدغم ملاتړ کوو خو پر هغوې د هر ډول تحمیل سره مخالفت کوو.

اردوغان زیاته کړه چې تورکي-امریکایان کولی شي د خپل زېږنځای او وطن سره د شته اړیکو په ساتلو سره خپل سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري نقش پیاوړی کړي. د تورکیې ولسمشر د کلتوري استازولۍ د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې ځواکمنې او اګاه ټولنې کولی شي د اسلامافوبیا ، له بهرنیانو نه د کرکې او تبعیض په وړاندې مبارزه کې لویه مرسته وکړي.

اوکراین په تورکیه کې د درې اړخیزې سولې غونډې کوربه توب ته چمتووالی وښود

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل کیف «پوره تمایل» لري چې تورکیه د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو او روغې جوړې کوربه توب وکړي.

دا اعلان د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د زیلینسکي له لیدنې وروسته وشو. زیلینسکي وویل ولسمشر اردوغان تایید کړې چې چمتو دی د دغې غونډې کوربه توب په تر ټولو لوړه کچه وکړي.

دواړو مشرانو په تور سمندرګي کې پر امنیتي موضوعاتو هم خبرې وکړې. په دې کې له روسیې سره احتمالي سمندري اوربند او له سیمې څخه د خوراکي توکو د لېږد د پټلیو او لارو خوندي کول شامل دي. زیلینسکي د ترکیې رغنده نقش وستایه او هغه یې «له اوکراین سره په تور سمندرګي کې خورا ځواکمن ملګری» وبللو.

د ایران ولسمشر پزشکیان د تروریزم په اړه د امریکا تورونه رد کړل او وویل چې د تروریزم اصلي حامي او ملاتړی اسرائیل دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا تورونه رد کړل چې ګواکې تهران د تروریزم ستر ملاتړی دی  هغسې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ ادعا کړې وه.

هغه څرګنده کړه چې ایران پخپله د تروریزم قرباني دی او اسرائیل یې په هېواد کې دننه په هدفي بريدونو، د بریدونو پر تنظیمولو او حتی د یوه ښوونځي په بمبارولو تورن کړل.

پزشکیان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې زیاته کړه چې د ایران ولس د امریکا او اسرائیلو د اووه میاشتنۍ جګړې پر وړاندې په کلکه ولاړ دی.

په ورته وخت کې، په نیویارک کې د اسرائیلي رسنیو له مخې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي خبرداریو تر ترلاسه کولو وروسته خپل سفر لنډوي. له دې سره سره تمه کېږي چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې وینا وکړي او له وینا وروسته به سمدستي بېرته اسرائیلو ته ستون شي.

پاکستان له ډرون بریدونو وروسته په افغانستان کې د «ترهګرو» پر پټنځایونو هوایي بریدونه وکړل

پاکستان په افغانستان کې دننه لس سیمې په هوایي او ډرون بریدونو نښه کړې دي. حکومت وايي دا کار وروسته له هغه وشو چې له افغان خاورې ځخه راتوغول شوې ډرون الوتکې یې کشف او له منځه یوړې.

د پاکستان د  اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د ډرون الوتکو دا  برید د پاکستان له ملي حاکمیت څخه څرګنده او جدي سرغړونه وبلله. تارړ وویل چې د هېواد هوایي دفاعي ځواکونود پاکستان پر لورې راتوغول شوي ډرون الوتکې تثبیت او تر موخو رسېدو مخکې یې ټول له منځه یوړل.

هغه د پاکستان دا غبرګون سنجول شوی، کره او پر ځای وبللو. تارړ همدارنګه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان خاورې څخه د فعالو «تروریستي ډلو» پر وړاندې ریښتیني، د اثبات وړ او دوامداره اقدامات وکړي.

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ د یو رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته ورسید.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ د چین ولسمشر شي جینګ پینګ ته استثنایي هرکلی ووایه؛ هغه شخصاً اندریوز هوایي اډې ته لاړ او د پينګ د درې ورځني رسمي سفر په لومړیو شېبو کې یې د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل په موخه د هغه تود هرکلی وکړ.

دا له هغه ډول تشریفاتي هرکلیو څخه دی چې د امریکا ولسمشران يي په استثنايي ډول کوي  او دا کار د داسې یوه مهم سفر لپاره شانداره پیل ګڼل کېږي. دغه اقدام، چې له پوځي مراسمو سره مل و، په تېرو لسو کلونو کې واشنګټن ته د شي جینګ پینګ لومړنی رسمي سفر دی.

د دوه اړخیزو خبرو اترو ترمخه، دواړو هېوادونو خپله سوداګریزه اوربند د جنوري تر ۱۰مې پورې وغځوله. ترامپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ترامپ په هوايي ډګر کې د  شي او د هغه له مېرمنې پینګ لیوان نه هر کلی وکړ. سوداګري، مصنوعي ځیرکتیا(AI) او د ایران مسایل د دواړو مشرانو د اجنډا په سر کې ځای لري.

 

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي