امریکا د سوریې د حیات تحریر الشام ډله د ترهګرۍ لېست څخه په لرې کولو غور کوي

امريکا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کېدای شي د حيات تحرير الشام (HTS) ډله له ترهګرۍ لیست څخه وباسي، وروسته له هغه چې د اسد له واکمنۍ وروسته پر سوريې بندیزونه لرې شول.

/ Reuters

امريکا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کېدای شي د حيات تحرير الشام (HTS) ډله له ترهګرۍ لیست څخه وباسي، وروسته له هغه چې د اسد له واکمنۍ وروسته پر سوريې بندیزونه لرې شول.

د يوې اعلاميې له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل چې د HTS ډلې د ترهګرۍ نوملړ بیاکتنه به وکړي او د قيصر قانون له مخې پر سوريې ټول بندیزونه په بشپړ ډول ځنډوي. دا پرېکړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لارښوونې په رڼا کې شوې ده.

دغه راز، د حيات تحرير الشام او د سوريې د ولسمشر احمد الشراع د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه نومونې بیاکتنه به هم وشي، او د سوريې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي هېواد په توګه نومول به هم وڅېړل شي. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو له لارې د نورو بندیزونو د نرمولو امکانات به هم وکتل شي.

په اعلاميه کې راغلي: "د نن ورځې ګامونه د سوريې خلکو لپاره د يو نوي فصل پيل دی، ترڅو دوی وکولای شي يو خوندي، باثباته او بريالی راتلونکی جوړ کړي."

د ثبات او سولې پر لور

سپينې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وويل چې ټرمپ يو اجرايي فرمان لاسليک کړ ترڅو د سوريې پر وړاندې د امريکا د بندیزونو پروګرام پای ته ورسوي.

تر دې وړاندې، د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويټ خبريالانو ته وويل چې دغه اقدام د سوريې د "ثبات او سولې پر لور د لارې ملاتړ" لپاره ترسره شوی دی.

په مې مياشت کې، ټرمپ په رياض کې د يوې پانګونې غونډې پر مهال اعلان وکړ چې پر سوريې به "ظالمانه او ویجاړونکي" بندیزونه لرې کړي. يوه ورځ وروسته، هغه په سعودي عربستان کې د الشراع سره يوه تاريخي ناسته وکړه، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د امريکا او سوريې د مشرانو ترمنځ لومړۍ ناسته وه.

بشار الاسد، چې نږدې ۲۵ کاله يې پر سوريې واکمني وکړه، د دسمبر په ۸مه د حیات تحریر الشام په مشرۍ د مخالفو ډلو له خوا د دمشق تر نیولو وروسته روسیې ته وتښتېد.