منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ
ایران هغه هېوادونو چې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکوي چې، د هرمز تنګي له لارې په تګ راتګ کې به له 'ستونزو' سره مخ شي
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ / Reuters

د ایران د پوځ یو ویاند د سیمه ییزو روانو کړکېچونو په اړه وویل" دښمن خپل هیڅ یو هدف ته ندی رسیدلی .

د ځايي رسنیو په وینا، د ایران د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې هغه هېوادونه چې د تهران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي "په یقیني توګه به د هرمز تنګي څخه په تېرېدو کې له ستونزو سره مخ شي."

نیمه دولتي تسنیم خبري اژانس د برید جنرال اکرمي نیا له قوله د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: " دښمن خپل یو هدف ته هم ندی رسیدلی ، او د ایران د نظام سیاسي توازن پر خپل ځای دی او "ګډوډ شوی ندی."

سیمه ییز کړکېچونه وروسته له هغه زیات شول، چې امریکا او اسرائيلو د فبرورۍ په ۲۸ مه پر ایران بریدونه وکړل، چې له امله یې تهران د اسرائيلو او په خلیج کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې ځوابي غبرګون وښود او د هرمز تنګی یې هم وتړه.

د اپرېل په ۸ مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شو، خو په اسلام اباد کې خبرو کومه تلپاتې هوکړه رامنځته نه کړه. دا اوربند وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له کومې ټاکلې نېټې پرته وغځول شو، چې د جګړې د دایمي حل لپاره یې ډیپلوماسۍ ته لاره هواره کړه.

د اپرېل له ۱۳ مې راهیسې، امریکا په دې اوبلارې کې د ایران د سمندري تګ راتګ پر وړاندې یو سمندري کلابند لګولی دی.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا پوځ به په موقتي توګه د "آزادۍ پروژه عملیات  ودروي، ترڅو د دې سمندري لارې له لارې د سوداګریزو کښتیو لپاره د تګ راتګ ازادي بېرته راولي، او ویې ویل چې د امریکا کلابند به "په بشپړ ځواک او اغېز سره" پر ځای پاتې وي.

 

وپلټۍ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی