تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه د اسرائیلو لخوا پر ایران د بریدونو په مسئله کې د ایران د مشروع دفاع د حق نه ملاتړ کوي.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د منځني ختيځ شخړې ته په اشارې سره وویل ، مونږ  د اسرائيل د بریدنو  پر وړاندې د ايران د ځان نه د دفاع حق نه قوي ملاتړ کوو.
تورکیه د اسرائیلو لخوا پر ایران د بریدونو په مسئله کې د ایران د مشروع دفاع د حق نه ملاتړ کوي.
/ AA

تورکیه د اسرائیلو لخوا پر ایران د بریدونو په مسئله کې د ایران د مشروع دفاع د حق نه ملاتړ کوي.

 د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د منځني ختيځ شخړې ته په اشارې سره وویل ، مونږ  د اسرائيل د بریدنو  پر وړاندې د ايران د ځان نه د دفاع حق نه قوي ملاتړ کوو.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ په پلازمینه انقره  کې د عدالت او پراختیا ګوند د پارلماني ډلې غونډې ته په وينا کې وويل: "دا په بشپړ ډول طبيعي، مشروع او قانوني ده چې ايران د اسرائيل د داړه مارۍ  او دولتي ترهګرۍ پر وړاندې خپل ځان دفاع وکړي."

ولسمشر اردوغان پداسې حال کې دا څرګندونې وکړې په سيمه کې د ايران او د هغې د متحدينو پر وړاندې د اسرائيلو بريدونه زيات شوي دي.

اردوغان د شخړې د جديت په اشارې سره  د اسرائيلو په مشرتابه سختې نیوکې وکړې او وویل " نتنياهو د نسل وژنې په جرم کې له ظالم هټلر څخه ډېر مخکې تللی دی. موږ هيله لرو چې د دوی برخليکونه يو شان نه وي."

هغه زياته کړه: "موږ هر هغه څه کوو چې د غزې، سوريې، لبنان، يمن او زموږ ګاونډي ايران پر وړاندې د دې غيرانساني تېري د درولو لپاره اړين دي."

‘ترهګريز بريدونه’

اردوغان د اسرائيلو د کړنو د انساني زيان په اړه هم خبرې وکړې او خبرداری يې ورکړ: "د وژل شويو ملکي وګړو، ماشومانو او کوچنیانو وينې نه يوازې د هغو کسانو په لاسونو پورې دي چې  د اسرائيلو غرور ملاتړ کوي، بلکې د هغو کسانو په لاسونو هم شته چې چوپ پاتې دي."

د سيمې د ثبات په اړه د اندېښنو په اړه، اردوغان ډاډ ورکړ چې تورکيه په هوښيارۍ سره څارنه کوي: "موږ د ايران پر وړاندې د اسرائيلو ترهګريزو بريدونو نه له نږدې څارنه کوو. زموږ ټولې ادارې د دې بريدونو د تورکیې پر اغېزو د احتمالي اغېزو په اړه په بشپړ ډول چمتو دي."

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل: "زموږ ملت دې ډاډه وي. حکومت د تورکیې د ګټو، سولې، يووالي او امنيت د خوندي کولو لپاره بشپړ ژمن دی."

اردوغان زياته کړه: "موږ د هر ډول منفي پرمختګ او سناريو لپاره چمتووالی نيولی دی او نيسو."

هغه د منځني ختيځ په روان تاوتريخوالي کې د نړيوالې بې تفاوتۍ غندنه وکړه.

"د بشريت په وړاندې د ترسره شوي تېري په وړاندې، ملګري ملتونه، نړيوال سازمانونه او دولتونه چوپ پاتې دي، په داسې حال کې چې ځینې د دې داړه مارۍ ملاتړ کوي."

اردوغان د وضعيت د جديت په اړه ټينګار وکړ، د شخړې د پراخو سيمه ييزو اغېزو ته يې اشاره وکړه او د زياتې حساب ورکونې غوښتنه يې وکړه.

"د اسرائيلو د تېري درول د نړۍ او بشريت لپاره اړين دي. زموږ د سيمې ټول هېوادونه، په شمول زموږ ګاونډی ايران، بايد له دې پېښو څخه اړين درسونه زده کړي."

ولسمشر د سولې او ډيپلوماسۍ لپاره د تورکیې ژمنتيا يو ځل بيا تائيد کړه او د دوامداره هڅو ژمنه يې وکړه.

"زموږ مبارزه د اسرائيلو د تېري د درولو لپاره به دوام وکړي. زموږ هڅې به د سيمې د سولې د ټينګښت لپاره زياتې شي.

"موږ به خپل ډيپلوماټيکي تماسونه او ټيليفوني ډيپلوماسي ونه دروو. موږ به هر هغه څه وکړو چې د يوې داسې فاجعې مخه ونيسو چې پر هر چا اغېز وکړي،" هغه زياته کړه.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"