منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې سختو بارانونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي
روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي، په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو اورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې زرګونه بې ځایه شوې فلسطیني کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي او د ژمي له سختو شرایطو څخه د ساتنې لپاره ډېر کم امکانات لري
د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې سختو بارانونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي
د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې سختو بارانونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي / AA

د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې سختو بارانونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي
د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د لابراتواري توکو او تشخیصیه وسایلو په رسولو کې له خنډونو سره مخ دی او وايي، چې ډېری دا توکي د "دوه ګوني کارونې" توکو په توګه ډلبندي شوي او د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي، چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو اورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې زرګونه بې ځایه شوې فلسطیني کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي او د ژمي له سختو شرایطو څخه د ساتنې لپاره ډېر کم امکانات لري.

تدروس ادهانوم ګبریسوس د شنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو خبرداری ورکړ، چې د یخنۍ سره مخ کېدل، د اوبو او روغتیا ساتنې ناکافي اسانتیاوې، او په ګڼه ګوڼه کې ژوند کول به احتمالاً د تنفسي حادو ناروغیو لکه انفلونزا، او همدارنګه د ژیړي (هیپاتیت) او نس ناستې ناروغیو د زیاتوالي لامل شي.

هغه وویل، د روغتیا نړیوال سازمان لا هم غزې ته د لابراتواري توکو او تشخیصیه وسایلو په رسولو کې له خنډونو سره مخ دی او یادونه یې وکړه چې د ډېرو توکو د ننوتلو اجازه وروسته له هغې نه ده ورکړل شوې چې د اسرائیل له خوا د دوه ګوني کارونې توکو په توګه ډلبندي شول.

تدروس د دغو اړینو توکو د بېړني ننوتلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا توکي په دې سیمه کې د ناروغیو له خپرېدو سره مخ خلکو د پر وخت تشخیص، غبرګون او درملنې لپاره خورا مهم دي.

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې په یوه نسل وژنه کې تر ۷۰،۳۰۰ ډېر کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي او تر ۱۷۱،۰۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي، چې دا لړۍ له اوربند سره سره روانه ده.

د اسرائیل پوځ د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند تر نافذېدو وروسته په پرله پسې توګه له دې هوکړې سرغړونه کړې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۸۶ فلسطینیان وژلي او ۱۰۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

 

وپلټۍ
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد