منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د سوریې ولسمشر  وویل چې د سولې د وروستي تړون لپاره باید اسرائیل د ډسمبر له ۸مې مخکې پولو ستانه شي
د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، چې د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د سولې وروستی تړون د اسرائیلو وتلو ته اړتیا لري چې د ډسمبر له ۸مې نیټې څخه مخکې پولو ته ستانه شي، او ټینګار یې وکړ چې امریکا او څو نړیوال ملګري د سوریې د دریځ ملاتړ کوي.
د سوریې ولسمشر  وویل چې د سولې د وروستي تړون لپاره باید اسرائیل د ډسمبر له ۸مې مخکې پولو ستانه شي
د سوریې ولسمشر  وویل چې د سولې د وروستي تړون لپاره باید اسرائیل د ډسمبر له ۸مې مخکې پولو ستانه شي / Reuters

د سوریې ولسمشر  احمد الشرع  وویل چې د سولې د وروستي تړون لپاره باید اسرائیل د ډسمبر له ۸مې مخکې پولو ته ستانه شي.

ولسمشر احمد الشرع وايي، واشنګټن او څو نړیوال ملګري د سوریې د دریځ ملاتړ کوي، او ټرمپ ژمنه کړې چې د حل لپاره به چټک فشار راوړي.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، چې د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د سولې وروستی تړون د اسرائیلو وتلو ته اړتیا لري چې د ډسمبر له ۸مې نیټې څخه مخکې پولو ته ستانه شي، او ټینګار یې وکړ چې امریکا او څو نړیوال ملګري د سوریې د دریځ ملاتړ کوي.

الشرع د سې شنبې په ورځ له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وویل چې دمشق او تل ابیب په "مستقیمو خبرو اترو" بوخت دي او د یوې موافقې د رسېدو لپاره یې "ښه پرمختګ" کړی دی.

هغه وویل: «خو د وروستۍ موافقې د ترلاسه کولو لپاره، اسرائیل باید د ډسمبر له ۸مې نیټې مخکې پولو ته ستانه شي.»

الشرع وویل، واشنګټن او څو نړیوال لوبغاړي په دې برخه کې د سوریې له نظره ملاتړ کوي، او زیاته یې کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم "زموږ له نظره ملاتړ کوي، او هغه به د حل لارې ته د رسېدو لپاره ژر تر ژره فشار راوړي."

د سوریې مشر د اسرائیلو پر پراختیا غوښتونکو هیلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ډسمبر له ۸مې راهیسې یې د سوریې پر خاوره تر ۱۰۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي، کله چې بشار الاسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې پر سوریه واکمني وکړه، روسیې ته وتښتېد او د بعث ګوند واکمني یې پای ته ورسوله.

هغه زیاته کړه: «ځکه چې موږ غواړو سوریه بیا ورغوو، د همدې امله مونږ دې تیریو ته ځواب ونه وایه.»

د الشرع څرګندونې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره تر تاریخي لیدنې وروسته راغلې دي، چې دا نږدې ۸۰ کاله مخکې د هیواد له خپلواکۍ راهیسې د سوریې د یوه مشر لومړنی سفر دی.

دا سفر په اړیکو کې یو لوی بدلون په ګوته کوي ځکه چې دمشق پر سوریې د سیزر بندیزونو د بشپړ لیرې کولو په لټه کې دی، کوم چې په ۲۰۱۹ کال کې د اسد رژیم د ظلمونو په ځواب کې لګول شوي وو.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو