سیاست
4 د لوستلو دقیقې
آذربایجان او ارمنستان د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې په سپینه ماڼۍ کې د سولې تړون لاسلیک کړ
ارمنستان او آذربایجان د امریکا په منځګړیتوب په سپینه ماڼۍ کې یو تاریخي د سولې تړون لاسلیک کړ، چې د دې دواړو سویلي قفقاز هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو جګړې ته رسمي پای ورکوي.
آذربایجان او ارمنستان د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې په سپینه ماڼۍ کې د سولې تړون لاسلیک کړ
/ AP

ارمنستان او آذربایجان د امریکا په منځګړیتوب په سپینه ماڼۍ کې یو تاریخي د سولې تړون لاسلیک کړ، چې د دې دواړو سویلي قفقاز هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو جګړې ته رسمي پای ورکوي.

دغه تړون د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کوربه‌توب یوې غونډې کې لاسلیک شو. ټرمپ دغه تړون چې د آذربایجان ولسمشر الهام علی یف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان لاسلیک کړ، د "تاریخي پرمختګ" په توګه یاد کړ.

د تړون د لاسلیک وړاندې، ټرمپ وویل: "موږ په دې بریالي شو چې د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د څو لسیزو جګړې وروسته سوله راولو."

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړي استازي سټیو ویتکوف او نورو چارواکو هڅې وستایلې چې د دې تړون په ترلاسه کولو کې یې مرسته وکړه.

ټرمپ زیاته کړه: "ارمنستان او آذربایجان ژمن دي چې د تل لپاره جګړه ودروي، سوداګري، سفر او ډیپلوماتیکې اړیکې پرانیزي او د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي."

د تړون د یوې برخې په توګه، ټرمپ د آذربایجان سره د امریکا د پوځي همکارۍ محدودیتونه لرې کړل او اعلان یې وکړ چې امریکایي شرکتونه به په دواړو هېوادونو کې په ځانګړي ډول د انرژۍ، زیربناوو او ټکنالوژۍ په برخو کې سترې پانګونې وکړي.

سپینې ماڼۍ وویل چې متحده ایالات به له ارمنستان او آذربایجان سره جلا تړونونه لاسلیک کړي چې د سرحدي امنیت، اقتصادي همکارۍ، ټکنالوژۍ شراکت او سوداګرۍ په اړه به وي.

د تړون یوه مهمه برخه د سویلي قفقاز لپاره د "ټرمپ د سولې او هوساینې دهلیز" په نوم د یوه ستراتیژیک دهلیز د پرمختګ لپاره ځانګړې امریکایي پرمختیايي حقونه شامل دي.

د آذربایجان ولسمشر علی یف دغه تړون د "تاریخي شېبې" په توګه وستایه او ویې ویل: "موږ د امریکا سره په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کې نوی فصل پرانیزو. دا د سولې تړون د ستراتیژیکې همکارۍ پیل دی."

د ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان هم ورته احساس څرګند کړ او دغه تړون یې "د سولې لپاره یو ستر ګام" وباله چې به په سیمه او نړۍ کې مثبت اغېز ولري. هغه زیاته کړه: "نن موږ یو ستر پړاو ته رسېدلي یو او د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د نوې تاریخ بنسټ ږدو."

د نوبل د سولې جایزې لپاره ګډ نوماندۍ

په یوه حیرانوونکي ګام کې، علی یف وړاندیز وکړ چې ارمنستان او آذربایجان دې په ګډه ټرمپ د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند کړي.

علی یف وویل: "نو شاید موږ د لومړي وزیر پاشینیان سره موافقه وکړو چې د نوبل کمېټې ته ګډ غوښتنلیک واستوو ترڅو ولسمشر ټرمپ ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شي."

پاشینیان ځواب ورکړ: "زه فکر کوم چې ولسمشر ټرمپ د نوبل د سولې جایزې مستحق دی او موږ به د دې ملاتړ وکړو او هڅه به وکړو چې دا ترلاسه کړو."

د امریکا چارواکو وویل چې دغه تړون د څو میاشتو د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د بشپړ عادي اړیکو لپاره بنسټ جوړوي.

ارمنستان او آذربایجان له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې په یوه سختې شخړې کې ښکېل وو، کله چې د ارمنستان ځواکونو د ناګورنو-قره باغ سیمه ونیوله، چې په نړیواله کچه د آذربایجان برخه ګڼل کېږي.

د شوروي اتحاد له سقوط وروسته، دواړو هېوادونو په ۱۹۹۱ کال کې د دې سیمې پر سر دوه پراخې جګړې وکړې.

په ۲۰۲۳ کال کې، آذربایجان د ناګورنو-قره باغ سیمه د یروان ملاتړ لرونکو ځواکونو پر وړاندې په یوه چټک پوځي عملیاتو کې آزاد کړه.

تورکیې د تړون هرکلی وکړ

په همدې حال کې، تورکیې د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د ترلاسه شوي پرمختګ هرکلی وکړ "او په دې اړه په واشنګټن کې ثبت شوې ژمنې وستایلې."

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: "په داسې وخت کې چې نړیوالې شخړې او کړکېچونه زیاتېږي، دا ګام د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ودې لپاره یو ډېر مهم پرمختګ دی. موږ د دې پروسې په برخه کې د امریکا د ادارې هڅې ستایو."

تورکیې وویل چې د سویلي قفقاز لپاره د سولې او هوساینې د ترلاسه کولو لپاره یوه "تاریخي موقع" رامنځته شوې ده او زیاته یې کړه: "موږ به د دې موقع د ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو او د خپل ورور آذربایجان د هڅو ملاتړ به وکړو."

 

وپلټۍ
ټرمپ وايي د ایران لخوا زمونږ پر سرتیرو د مرګوني برید د نه کولو په صورت کې به اوربند دوام وکړي
ټرمپ: د ایران ستر رهبر د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې ښکېل دی
ټرمپ پنځه ځله نتنیاهو غندلی خو وروسته څه پېښ شوي؟
چین او برازیل ژمنه وکړه چې په ګډه به د بهرنیو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي
کیوبا وايي چې پدې هیواد د امریکا د پوځي تیري خطر په ډیرې چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.
د مونیخ امنیتي کنفرانس مشر: په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې باید د تورکیې ګټې په پام کې ونیول شي
سټارمر د انګلستان په محلي ټاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته له استعفا کولو ډډه وکړه
ټرمپ: له ایران سره په خبرو کې 'ډېر ښه' پرمختګ شوی او ادعا کوي چې هوکړه نږدې ده
شمالي کوریا له خپل اساسي قانون څخه له جنوبي کوریا سره د یوځای کېدو یادونې لرې کړې
سپینه ماڼۍ د ایران سره د حساسې کچې خبرو اترو لپاره د خالي په ورځ کوشنر او ویټکوف پاکستان ته استوي
ایران له امریکا سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته د کوم پلاوي لېږل رد کړل
بلجیم د اروپايي ټولنې نه د اسرائیل پر خلاف د سختو اقداماتو او بندیزونو غوښتنه وکړه
لاوروف : روسیه په استانبول کې د اوکراین سره د خبرو امکان ته مثبت نظر لري
د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي مخامخ مذاکراتو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي
امریکايي رسنۍ : ټرمپ پر ایران د تازه پوځي بریدونو پر غوراوي فکر کوي
ایران دولتي رسنۍ:د ایران او امریکا ترمنځه مذاکرات  د امریکا د "غیر معقولو" غوښتنو له امله ناکام شول
اروپايي ټولنه : د اوکراین په جګړه کې مونږ د خلیج هیوادونو څخه کافي مرسته نده ترلاسه کړې
مکرون وايي چې د امریکا او ایران اوربند باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي
نړيوالو مشرانو په احتیاط سره د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ
امریکا او ایران په دوه اونیز اوربند موافقه وکړه.