د پاکستان په صنعتي ښار کې خونړۍ چاودنه وشوه

د فیصل اباد مرستیال کمیشنر ندیم ناصر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په چاودنه کې ۲۰ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې د یو شمیر یې روغتیايي وضعیت نازک دی، او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

By
د پاکستان په صنعتي ښار کې خونړۍ چاودنه وشوه / AA

د پاکستان په صنعتي ښار کې خونړۍ چاودنه وشوه

د ویلو ده  چې د چاودنې د فابریکې ودانۍ او څو نږدې کورونه نړولې دي. په چاودنه کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري.

 یوه چارواکي وویل، د پاکستان په صنعتي ښار فیصل اباد کې په یوې فابریکې کې د یوې درنې چاودنې له امله د مړو شمیر ۲۰ ته لوړ شوی، ځکه چې ژغورونکو له کنډوالو څخه پنځه نور جسدونه را ایستلي دي.

د فیصل اباد مرستیال کمیشنر ندیم ناصر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په چاودنه کې ۲۰ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې د یو شمیر یې روغتیايي وضعیت نازک دی، او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

پولیسو ویلي، چې ۱۷ جسدونه له کنډوالو را ایستل شوي، په داسې حال کې چې درې نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

چارواکي د مړو د شمیر د زیاتوالي په اړه اندیښنه لري.

په مړو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، ځکه چې درنې چاودنې د فابریکې ودانۍ او څو نږدې کورونه ونړول.

ناصر زیاته کړه چې د څیړنو په تړاو لږ تر لږه څلور کسان، د فابریکې د مدیر په ګډون، نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د لومړنیو څیړنو له مخې، چاودنه د ګازو د لیکیدو له امله رامنځته شوې ده.