نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
د جرمني د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې د هېبرېډي بریدونو پر وړاندې د ځواب ویلو د څرنګوالي په اړه خپلو څېړنو او هڅو ته دوام ورکړي.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
جرمني

د جرمني د ملي امنیت شورا وړاندوېنه کړې چې جرمني به د روسیې د هېبرېډي بریدونو او ګواښونو هدف  پاتې شي.

د حکومت ویاند سټیفن کورنیلیوس  په یوه لېکل شوې اعلامیه کې ویلي چې د ملي امنیت شورا غونډه د لومړي وزیر فریډریش میرټس په مشرۍ ترسره شوه.

کورنیلیوس څرګنده کړه چې په دې غونډه کې د بېلابېلو امنیتي ګواښونو، په ځانګړې توګه د روسیې د هېبرېډي بریدونو په اړه بحث شوی او د جاسوسۍ او سبوتاژ پر وړاندې د نویو تدابیرو پر نیولو پرېکړه شوې ده.

کورنیلیوس دې ته په اشارې سره چې د اګست په ۴مه په لایپزیګ (Leipzig) کې د روسیې له خوا د هېبرېډي برید له هڅې وروسته دا ډول ګواښونه بیا له نږدې وارزول شول، وویل: «جرمني فرض کوي چې د روسیې د هېبرېډي بریدونو د هداف په توګه به پاتې شي.»

کورنیلیوس د شورا د تصمیمونو یادونه وکړه چې حکومت به په راتلونکي کې د احتمالي هېبرېډي بریدونو پر وړاندې د عکس العمل او ځواب ویلو په موخه خپلو لارو چارو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه: «په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د جاسوسۍ او سبوتاژ پر وړاندې نوي ګامونه پورته شي او د حساسه او حیاتي زیربناو د خوندیتوب کچه لوړه کړل شي.»

 

وپلټۍ
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي