نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوې لیکلې بیان  کې، د تورکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان د هغه وړاندیز په اړه غبرګون وښود چې پکې یې په تور سمندرګي کې پر پوځي فعالیتونو باندې د "موراتوریوم" (بندیز یا ځنډولو) غوښتنه کړې وه.
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو


"روسیه په دودیز ډول د تورکیې له خوا د سولې هغه وړاندیزونه په دقت سره ارزوي چې د یوه مهم سیمه‌ییز لوبغاړي او په تور سمندرګي کې د ګاونډي هېواد په توګه یې وړاندې کوي."
روسیې ویلي چې د اوکراین د کړکېچ د حل په موخه د تورکیې د هڅو او وړاندیزونو په دقت سره ارزونه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوې لیکلې بیان  کې، د تورکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان د هغه وړاندیز په اړه غبرګون وښود چې پکې یې په تور سمندرګي کې پر پوځي فعالیتونو باندې د "موراتوریوم" (بندیز یا ځنډولو) غوښتنه کړې وه.

زاخارووا ټینګار وکړ چې روسیه تل د تورکیې په څېر د یوه مهم سیمه‌ییز ځواک او په تور سمندرګي کې د ګاونډي هېواد د سولې هڅو ته په درنه سترګه ګوري، خو زیاته یې کړه: "روسي لوري ته تر اوسه د رسمي چینلونو له لارې د تورکیې داسې کوم غوښتنلیک نه دی رسېدلی چې د دې وړاندیز شرایط پکې په 'کره' ډول مشخص شوي وي."

زاخارووا څرګنده کړه چې مسکو په تور سمندرګي کې د پوځي فعالیتونو د درولو پخوانۍ "تور سمندرګي هوکړې" ته بېرته ستنېدل مناسب نه بولي. هغې وویل: "د دغې هوکړې د پلي کېدو شرط دا و چې مقابل لوری هم ورته ګامونه پورته کړي، خو دا کار ونه شو."

نوموړې ادعا وکړه چې دا مهال د اوکراین د پوځ بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په تور سمندرګي کې پر ملکي کښتیو په منظمه توګه "ترهګریز بریدونه" کوي. هغې دا بریدونه په سیمه کې د کښتۍ چلولو د ثبات خرابولو لپاره یوه قصدي پالیسي وبلله.

ماریا زاخارووا زیاته کړه: "موږ د وضعیت د ښه کېدو لپاره هیڅ ډول مخکني شرایط نه لرو. له همدې امله، د داسې 'نیمګړو اقداماتو' لپاره کوم دلیل نه وینو چې یوازې د کیف رژیم ته د لنډ وخت لپاره د ساه اخیستلو فرصت ورکوي."

روسۍ ویاندې وویل چې د اوکراین کړکېچ یوازې هغه وخت حل کېدای شي چې د دغه کړکېچ بنسټیز لاملونه له منځه یووړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې ترکیه په رښتیا سره په تور سمندرګي کې د ثبات غوښتونکې ده او انقره هڅه کوي داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې په تور سمندرګي کې کښتۍ تر بریدونو لاندې رانه شي.

 

وپلټۍ
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي