منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
حماس وايي چې د ټولو فلسطيني ډلو سره د ملي مذاکراتو لپاره چمتو دی
د فلسطین دغه ډله وايي چې د غزې اوربند ته ژمنه ده او پر اسرائیلو تور لګوي چې بشري شرایط د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.
حماس وايي چې د ټولو فلسطيني ډلو سره د ملي مذاکراتو لپاره چمتو دی
حماس وايي چې د ټولو فلسطيني ډلو سره د ملي مذاکراتو لپاره چمتو دی / Reuters

حماس وايي چې د فلسطین له ټولو ډلو سره ملي خبرو اترو ته چمتو دی

د فلسطین دغه ډله وايي چې د غزې اوربند ته ژمنه ده او پر اسرائیلو تور لګوي چې بشري شرایط د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

د فلسطین حماس ډلې ویلي چې د فلسطین له ټولو ډلو سره ملي خبرو اترو ته ننوځي.

دا اعلان په قاهره کې د مصر په منځګړیتوب د حماس او فتح د پلاوو ترمنځ له یوې غونډې سره هممهاله شوی، چې د غزې د اوربند د تړون پر دویم پړاو او د دغې تړانګې پر راتلونکي خبرې وکړي.

د حماس ویاند حازم قاسم له انادولو اژانس سره په مرکه کې وویل، دغه غورځنګ "له خلاصو زړونو او غځېدلو لاسونو سره د فلسطین له ادارې او نورو ملي ځواکونو سره ملي خبرو اترو ته روان دی" او ټینګار یې وکړ چې اداره "د فلسطین یو له هغو بنسټونو څخه ده چې له پامه نشي غورځول کېدای."

قاسم پر چارواکو غږ وکړ چې "په غزه کې له موجوده ملي اجماع سره ځانونه همغږي کړي او له خلاص ذهن سره خبرو اترو ته راشي" او دا ومني چې "دا د ملي یووالي او پر تنګو ګوندي ګټو د ملي ګټو د لومړیتوب وخت دی."

هغه خبرداری ورکړ چې "اوسنۍ دوره نه یوازې د حماس لپاره، بلکې په غزه او لویدیځه غاړه کې د ټول فلسطیني ولس لپاره خطرناکه ده."

د حماس ویاند د غزې د اوربند تړون "په ټولو جزیاتو" د پلي کولو لپاره د غورځنګ پر بشپړې ژمنې بیا ټینګار وکړ او پر منځګړو یې غږ وکړ چې پر اسرائیلو فشار راوړي ترڅو د تړون پابندي یقیني کړي.

هغه وویل، حماس "د تړون د بشپړولو لپاره شپه او ورځ خبرې کوي او د هوکړه شویو مواردو د پلي کولو لپاره لوی میداني ګامونه اخلي."

د قاسم په وینا، حماس له ترکیې، مصر او قطر څخه روښانه تضمینونه او همدارنګه له متحده ایالاتو څخه مستقیم ډاډ ترلاسه کړی چې "جګړه په عملي توګه پای ته رسېدلې" او د تړون د شرایطو پلي کول "د هغه بشپړ پای ته رسېدل دي."

هغه زیاته کړه چې حماس د تړون لومړی پړاو د ژوندیو بندیانو او ځینو پاتې شونو په سپارلو سره بشپړ کړی او د پاتې نورو د سپارلو لپاره کار کوي.

دویم پړاو

د دویم پړاو په اړه، قاسم وویل چې دا "له منځګړو سره نورو بحثونو او وضاحتونو ته اړتیا لري" او څرګنده یې کړه چې "دا پړاو پراخې مسلې او پېچلې چارې لري چې تفصیلي چلند ته اړتیا لري."

هغه ټینګار وکړ چې د حماس مرکزي موخه "د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ولس پر وړاندې د جګړې بشپړ او تلپاتې پای ته رسېدل دي."

قاسم دا هم وویل چې دغه غورځنګ منځګړو ته د اسرائیلي سرغړونو په اړه معلومات ورکولو ته دوام ورکوي او یادونه یې وکړه چې اسرائیلو د اوربند له نافذېدو راهیسې ۹۰ فلسطینیان وژلي او "لا هم د رفح پوله تړلې ساتي او د کافي مرستو مخه نیسي."

هغه پر اسرائیلو تور ولګاوه چې "بشري شرایط د سیاسي معاملې د وسیلې په توګه کاروي،" هغه څه چې اسرائیل "کلونه کلونه د غزې د محاصرې لاندې عملي کړي دي،" او د تړانګې ته د مرستو د اجازې ورکولو او د لوږې د بیا پیلیدو د مخنیوي لپاره یې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي