افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت هوايي بریدونه کړي
کابل  پاکستان د اوربند په ماتولو تورن کړ او ویلي دي چې د پاکستان د افغانستان پر خاوره یو ځل بیا هوايي بریدونه کړي او  لږ تر لږه ۱۰ افغانان وژل شوي.
پاکستان د افغانستان په پکتیکا  ولایت هوايي بریدونه کړي
پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت هوايي بریدونه کړي / AP

پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د پکتیکا په ولایت هوايي بریدونه وکړل

کابل  پاکستان د اوربند په ماتولو تورن کړ او ویلي دي چې د پاکستان د افغانستان پر خاوره یو ځل بیا هوايي بریدونه کړي او  لږ تر لږه ۱۰ افغانان وژل شوي.

افغان چارواکو فرانس پریس اژانس ته ویلي چې پاکستان د جمعې په شپه ناوخته د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او هغه اوربند یې مات کړی چې پولې ته یې د دوو ورځو لپاره نسبي کراري راوستې وه.

دغه ۴۸ ساعته اوربند د نږدې یوې اونۍ هغه خونړۍ سرحدي نښتې درولې وې، چې په کې د دواړو لورو لسګونه سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي وو.

یوه جګپوړي طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته ویلي: "پاکستان اوربند مات کړی او د پکتیکا ولایت په دریو سیمو یې بمباري کړې ده." هغه زیاته کړه: "افغانستان به یې بالمثل ځواب ووايي."

د پکتیکا د ولایتي روغتون یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ فرانس پریس اژانس ته ویلي چې په سیمه کې د یوې ټورنمنټ لپاره موجود درې لوبغاړي وژل شوي.

دې ادارې دا هم ویلي چې له هغې درې اړخیزې شل اووریزې سیالۍ څخه خپل نوم باسي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت ترسره شي او پاکستان هم په کې شامل دی.

په پاکستان کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي فرانس پریس اژانس ته ویلي چې ځواکونو یې د افغانستان په سرحدي سیمو کې "دقیق هوايي بریدونه" ترسره کړي چې هدف یې د حافظ ګل بهادر ډله وه چې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) یا پاکستاني طالبانو سره تړاو لري.

اسلام اباد ویلي چې همدا ډله له افغانستان سره په پوله پراته شمالي وزیرستان کې پر یوې پوځي اډې په ځانمرګي او وسله وال برید کې ښکېله وه، چې له امله یې اووه پاکستاني پوځي سرتېري وژل شوي وو.

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي