کلتور
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس برهان الدین دوران د پنجشنبې په ورځ د تورکیې د خوړو اونۍ کلتوري اهمیت روښانه کړ، او دا کلنۍ پیښه یې د تورکیې د بډایه خوړو او تمدني میراث د لمانځلو په توګه تشریح کړه.
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي

برهان الدین دوران وايي چې دا کلنۍ غونډه د اناتولیا د پخلنځي میراث او دودونو ته په ټوله نړۍ کې وده ورکوي.

د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس برهان الدین دوران د پنجشنبې په ورځ د تورکیې د خوړو اونۍ کلتوري اهمیت روښانه کړ، او دا کلنۍ پیښه یې د تورکیې د بډایه خوړو او تمدني میراث د لمانځلو په توګه تشریح کړه.

د تورکیې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم NSosyal کې په یوه پوسټ کې، دوران وویل چې دا پیښه، چې سږکال د پنځم ځل لپاره د "میراث په یوه دسترخوان" تر عنوان لاندې او د لومړۍ میرمنې امینه اردوغان تر سرپرستۍ لاندې ترسره کیږي، د اناتولیا دودیز خوندونه او د تورکیې اوږدمهاله کلتوري میراثونه نړۍ ته ورپېژني.

دوران وویل: "د یو ملت یادونه کله ناکله په یوه ولسي سندره کې ژوند کوي، او کله ناکله د هغو زړونو په منځ کې چې د یوه دسترخوان شاوخوا راټولېږي."

هغه زیاته کړه چې تورکي خواړه له پېړیو راهیسې یوازې د خوړو نه، بلکې د “شریکولو، برکت، مېلمه‌ پالنې او کلتور” استازیتوب هم کوي.

دروان همدارنګه له هغو پخوونکو، تولیدوونکو او ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د تورکي خوړو دودونه ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي، او د “تورکي خوړو اونۍ” ګډونوالو ته یې مبارکي ورکړه.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ