نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په پام کې لري چې چین ته رسمي سفر وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي ډېر ژر چین ته یو تاریخي سفر ترسره کړي، دا پداسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او امنیت ترينګلتياوې دوام لري.
ټرمپ په پام کې لري چې چین ته رسمي سفر وکړي
/ Reuters

ټرمپ په 'ډېر نږدې راتلونکي کې' د شي جین ‌پینګ سره د لیدنې لپاره چین ته احتمالي سفر اشاره وکړه.

د ټرمپ او شي جین ‌پینګ سلاکارانو د امریکا د ولسمشر د سږکال یو احتمالي آسیايي سفر په ترڅ کې د دواړو مشرانو تر منځ د لیدو امکان تر بحث لاندې راوستی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي ډېر ژر چین ته یو تاریخي سفر ترسره کړي، دا پداسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او امنیت ترينګلتياوې دوام لري.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې خبریالانو ته وویل: "ولسمشر شي چین بلنه راکړې، او موږ به شاید چې دا سفر په ډیر نږدې راتلونکي کې وکړو."

"یو څه وروسته، خو ډېر لرې نه دی. او زه د ډیرو خلکو لخوا بلل شوی یم، او موږ به ډیر ژر پریکړه وکړو."

رویټرز راپور ورکړی چې د ټرمپ او شي جین‌ پینګ سلاکارانو د امریکا د ولسمشر د سږکال د احتمالي آسیايي سفر پر مهال د دواړو مشرانو تر منځ د لیدو احتمال تر بحث لاندې نیولی، د دوو کسانو په حواله چې له پلانونو سره بلد دي.

که څه هم د لیدو رسمي پریکړه نه ده اعلان شوې، خو د ارام سمندر دواړو غاړو ته بحثونه روان دي، چې پکې د آسیا–ارام سمندر اقتصادي همکارۍ(APEC)   د غونډې پر مهال، چې د اکتوبر له ۳۰مې تر نوامبر ۱ پورې په جنوبي کوریا کې ترسره کېږي، د ټرمپ احتمالي ګډون یا د غونډې په څنډه کې د لیدو احتمال شامل دی.

بل احتمالي سفر به د سپټمبر په دریمه نیټه د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د ۸۰مې کلیزې د لمانځلو مراسمو لپاره وي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پلان لري چې پکې ګډون وکړي. 

سپینې ماڼۍ او د چین حکومت د رویټرز د پخواني راپور په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

وپلټۍ
روسیه: "د اوکرایین جاسوس" چې د انګلیس ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول ونیول شو
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی