ټرمپ په پام کې لري چې چین ته رسمي سفر وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي ډېر ژر چین ته یو تاریخي سفر ترسره کړي، دا پداسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او امنیت ترينګلتياوې دوام لري.
ټرمپ په 'ډېر نږدې راتلونکي کې' د شي جین پینګ سره د لیدنې لپاره چین ته احتمالي سفر اشاره وکړه.
د ټرمپ او شي جین پینګ سلاکارانو د امریکا د ولسمشر د سږکال یو احتمالي آسیايي سفر په ترڅ کې د دواړو مشرانو تر منځ د لیدو امکان تر بحث لاندې راوستی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي ډېر ژر چین ته یو تاریخي سفر ترسره کړي، دا پداسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او امنیت ترينګلتياوې دوام لري.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې خبریالانو ته وویل: "ولسمشر شي چین بلنه راکړې، او موږ به شاید چې دا سفر په ډیر نږدې راتلونکي کې وکړو."
"یو څه وروسته، خو ډېر لرې نه دی. او زه د ډیرو خلکو لخوا بلل شوی یم، او موږ به ډیر ژر پریکړه وکړو."
رویټرز راپور ورکړی چې د ټرمپ او شي جین پینګ سلاکارانو د امریکا د ولسمشر د سږکال د احتمالي آسیايي سفر پر مهال د دواړو مشرانو تر منځ د لیدو احتمال تر بحث لاندې نیولی، د دوو کسانو په حواله چې له پلانونو سره بلد دي.
که څه هم د لیدو رسمي پریکړه نه ده اعلان شوې، خو د ارام سمندر دواړو غاړو ته بحثونه روان دي، چې پکې د آسیا–ارام سمندر اقتصادي همکارۍ(APEC) د غونډې پر مهال، چې د اکتوبر له ۳۰مې تر نوامبر ۱ پورې په جنوبي کوریا کې ترسره کېږي، د ټرمپ احتمالي ګډون یا د غونډې په څنډه کې د لیدو احتمال شامل دی.
بل احتمالي سفر به د سپټمبر په دریمه نیټه د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د ۸۰مې کلیزې د لمانځلو مراسمو لپاره وي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پلان لري چې پکې ګډون وکړي.
سپینې ماڼۍ او د چین حکومت د رویټرز د پخواني راپور په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.