نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د جمعې د لمانځه پر مهال د یوه جومات ترڅنګ په شوې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی.
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
پاکستان چ

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې (CTD) د هغه چاودنې په اړه څرګندونې کړې دي چې پرون په خیبر پښتونخوا کې د جمعې د لمانځه پر مهال د جومات ترڅنګ رامنځته شوې.

په بیان کې ویل شوي چې په دغه برید کې د ۱۷ پولیسو او ۶ ملکیانو په ګډون ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو په یوه بیان کې همدا راز ویلي چې له برید وروسته د شپې لخوا پیل شوي عملیات پای ته رسېدلي او ۸ بریدګر وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید پرون ویلي وو، چې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د پولیسو د مرکزي دفتر د انګړ په دروازه کې د یوه جومات ترڅنګ له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کړې ده.

حمید یادونه کړې وه چې له برید وروسته د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه او په همدې مهال د انګړ دننه دوهم بمي برید هم ترسره شو.

امنیتي چارواکو ویلي وو چې دغې زورورې چاودنې د جومات په بهرنۍ برخه کې یوه کنده جوړه کړې، بهرنۍ برخه یې سخته زیانمنه شوې او یو دېوال یې نړېدلی دی.

له پېښې وروسته د کوهاټ - هنګو سړک، چېرې چې چاودنه شوې وه، د ترافیکو پر مخ تړل شوی او د کوهاټ په مرکزي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې پر غاړه اخیستی، چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره تړاو لري، کومه چې د پاکستان دولت لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

په پاکستان کې دغه برید د ترکیې په ګډون د ګڼو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په شمول یو شمېر چارواکو غندلی دی.

- د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو توکمونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ  بریدونه تر سترګو کېږي. له پاکستان څخه د بلوچستان ایالت بېلېدل غواړي او دا غوښتنه کوي چې بلوڅان دې پر خپله سیمه واکمني وکړي.

 

وپلټۍ
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و