نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ اعلان وکړ چې ایران په مستقیمه توګه له واشنګټن سره اړیکه نیولې ترڅو د یوې هوکړې په اړه خبرې اترې وکړي. هغه روانه جګړه پای ته نږدې بللې ده.
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
ټرمپ

ترامپ شمالي کارولینا ایالت ته له رسېدو وروسته، د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې جګړه کوم پړاو ته رسېدلې وویل: «امیدوار یم چې موږ د جګړې پای ته نږدې یو. هغوی (ایران) غواړي یو تړون وکړي، او موږ به وګورو چې دا به څنګه پر مخ لاړ شي.»

کله چې له ترامپ څخه وپوښتل شول چې ایا دا پیغام په مستقیم ډول راغلی که د درېیمګړو هېوادونو له لارې، هغه روښانه کړه چې په مستقیم ډول یې د ایراني چارواکو پیغام ترلاسه کړی دی.

د ترامپ دا څرګندونې د هرمز تنګي پر سر د واشنګټن او تهران ترمنځ د سختو کشمکشونو په ترڅ کې کېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جون میاشتې په دغه ستراتیژیکه سمندري لارې کې د لوژستیکي دباو کمولو او سیمه ییزې سولې ته د رسېدو لپاره یوه هوکړه لیک لاسلیک شوی و. 

دا نښته د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د امریکا او اسرائیلو ځواکونو پر ایران همغږي او پراخ هوایي بریدونه وکړل، او د ایران حکومتي ودانۍ، پوځي اډې، توغندیز او هوایي دفاعي سیستمونه یې نښه کړل. په ځواب کې، تهران پر اسرائیلو او په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تحرک پیل کړ چې امله یې سیمه ییز بحران نور هم پراخ شو.

 

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي