افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن استرالیايي سرتیري ویلي دي چې خامخا به خپل نوم پاکوي
بن رابرټس-سمیت په ګولډ کوسټ کې خبریالانو ته وویل: "په تېرو ۱۰ کلونو کې، زما کورنۍ او زه د داسې یو کمپاین سره مخ یو چې اسټرالیایان پر دې قانع کړي چې ما په افغانستان کې په خپله دنده کې ناسم چلند کړی دی."
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن استرالیايي سرتیري ویلي دي چې خامخا به خپل نوم پاکوي
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن استرالیايي سرتیري ویلي دي چې خامخا به خپل نوم پاکوي / Reuters

یوه پخواني اسټرالیايي سرتېري چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن دی، د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې خپل نوم به پاکوي. هغه له نیول کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې "هيڅکله له جګړې نه دی تښتېدلی."

بن رابرټس-سمیت په ګولډ کوسټ کې خبریالانو ته وویل: "په تېرو ۱۰ کلونو کې، زما کورنۍ او زه د داسې یو کمپاین سره مخ یو چې اسټرالیایان پر دې قانع کړي چې ما په افغانستان کې په خپله دنده کې ناسم چلند کړی دی."

هغه وویل: "زه دا ټول تورونه په کلکه ردوم، او که څه هم ما غوره ګڼله چې دا تورونه نه وای لګول شوي، خو زه به له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې بالاخره خپل نوم پاک کړم."

رابرټس-سمیت د "جنګي جرم - وژنې" په پنځو تورونو له یوې مشهورې نیونې وروسته د جمعې په ورځ په ضمانت خوشې شو. پولیسو ادعا کړې چې هغه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په یو لړ غیر قانوني وژنو کې لاس درلود.

د ویکټوریا کراس مډال ګټونکي دا ټول تورونه رد کړي دي. هغه له لسو ورځو بند وروسته د جمعې په ماښام له زندان څخه خوشې شو.

هغه د یکشنبې په ورځ وویل: "زه په افغانستان کې پر خپل خدمت ویاړم. کله چې زه هلته وم، ما تل د خپلو ارزښتونو په چوکاټ کې عمل کړی دی."

د اسټرالیا تر ټولو ډېر تقدیر شوي ژوندي سرتېري له ملکې الیزابت II سره لیدلي، انځور یې د اسټرالیا د جګړې په یادګار کې ځوړند شوی او د ملت د "کال پلار" په توګه ستایل شوی دی.

خو د دغه جنګي اتل شهرت په ۲۰۱۸ کال کې تر پوښتنې لاندې راغی، کله چې یو لړ خبري راپورونو هغه د اسټرالیايي ځواکونو له خوا د بې وسلې افغان بندیانو په ادعا شوې وژنه کې ښکېل وباله.

د "ایج" او "سيډني مارننګ هیرالډ" ورځپاڼو راپور ورکړی چې رابرټس-سمیت ادعا کیږي چې یو بې وسلې افغان ملکي وګړی یې له یوې غونډۍ څخه په لغته وهلی او غورځولی او خپلو لاس لاندې کسانو ته یې د هغه د ویشتلو امر کړی.

داسې هم ویل شوي چې هغه د یوه داسې کس په ډزو وژلو کې برخه اخیستې وه چې مصنوعي پښه یې درلوده، چې وروسته یې له نورو سرتېرو سره د څښاک د لوښي په توګه کارولې وه.

رابرټس-سمیت په پرله پسې توګه په کلکه پر خپلې بې ګناهۍ ټینګار کړی او د هغو ورځپاڼو پر وړاندې یې قانوني دعوه کړې وه چې دا تورونه یې خپاره کړي وو.

خو د نوم بدولو په تور د "ایج" او "سيډني مارننګ هیرالډ" ورځپاڼو پر وړاندې د هغه د دعوې هڅې ناکامې شوې، او یو قاضي په ۲۰۲۳ کال کې وموندله چې د خبریالانو ډېرې ادعاوې "تر ډېره بریده رښتیا" دي.

دا ډول مدني محاکمې د هغو جنایي محاکمو په پرتله چې رابرټس-سمیت اوس ورسره مخ دی، د ثبوت لپاره کم معیار ته اړتیا لري.

اسټرالیا په دوو لسیزو کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د امریکا او ناټو په مشرۍ عملیاتو د یوې برخې په توګه افغانستان ته ۳۹،۰۰۰ سرتېري استولي وو.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ