سیاست
2 د لوستلو دقیقې
پوتین او ټرمپ د یونیم ساعت لپاره ټلیفوني خبرې وکړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوږدې ټلیفوني خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې پر مهمو نړیوالو مسایلو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د حل پر لارو چارو بحث وکړ. د دواړو هېوادونو د مشرانو خبرو اترو ۱ ساعت او ۲۵ دقیقې دوام وکړ
پوتین او ټرمپ د یونیم ساعت لپاره ټلیفوني خبرې وکړې
پوتین او ټرمپ د یونیم ساعت لپاره ټلیفوني خبرې وکړې

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي کوشنر او ویتکوف چمتو دي چې د منځګړیتوب هڅو ته د دوام ورکولو په موخه له مسکو څخه لیدنه وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوږدې ټلیفوني خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې پر مهمو نړیوالو مسایلو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د حل پر لارو چارو بحث وکړ. د دواړو هېوادونو د مشرانو خبرو اترو ۱ ساعت او ۲۵ دقیقې دوام وکړ.

د دغو خبرو اترو جزییات د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف په ډاګه کړل، چې د کرملین مطبوعاتي دفتر یې څرګندونې خپرې کړې دي. د هغه په وینا، دا په روان کال کې د دواړو مشرانو څلورمه ټلیفوني اړیکه وه. دا اړیکه د متحده ایالاتو د ملي جشن — د خپلواکۍ ۲۵۰مې کلیزې — په مناسبت نیول شوې وه. پوتین ټرمپ او د امریکا خلکو ته مبارکي وویله او د دویمې نړیوالې جګړې په کلونو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متحدینو په توګه همکارۍ ته اشاره وکړه.

اوشاکوف دا هم یادونه وکړه چې روسي مشر یوه ورځ وړاندې خپل امریکايي سیال ته د مبارکۍ یو تلیګرام هم استولی و.

د اوسنیو خبرو مرکزي موضوع د اوکراین د مسلې هوارول وو، چې دا موضوع د جولای په ۷مه او ۸مه په تورکیه کې د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې د ټرمپ له ګډون وړاندې ډېر ارزښت لري. اوشاکوف وویل چې امریکايي مشر د جګړې د ژر تر ژره درولو او د کړکېچ د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو د موندلو هوډ تایید کړ.

د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره، د متحده ایالاتو د ولسمشر ځانګړي استازي جارډ کوشنر او سټیو ویتکوف نیت لري چې خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړي. د روسي مشر د مرستیال په وینا، امریکايي لوري چمتووالی ښودلی چې په هر مناسب وخت کې خپل استازي مسکو ته واستوي.

 

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي